شاته

هند او نیوزلینډ د کرکټ د ټیسټ سیالیو د اتلولۍ پای لوبې ته ووتل

د هند د کرکټ ملي لوبډلې د انګلنډ د لوبډلې نه د روانو ټیسټ سیالیو د لړۍ په ګټلو سره د دې سیالیو د نړیوالې اتلولۍ پای لوبې یا فاینل ته لار پیدا کړه.

هند او انګلستان د ټیسټ د لوبو پدې لړۍ کې چې د هند په کوربه توب کیدلې، څلور لوبې وکړلې چې درې یې هند او یوازې یوه یې د انګلنډ لوبدلې وګټله.

د څلورمې او وروستۍ لوبې ګټل د هند لپاره د دې لړۍ تر ټولو ستره کامیابي وه ځکه چې د انګلنډ د لوبډلې نه پداسې حال کې دا لوبه وګټله چې خپله دویمه پاڼۍ یې هیڅ ونکړله.

ټاکل شوې پای لوبه د هند او نیوزلینډ د لوبډلو تر منځ د همدې روان ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې د کرکټ په کور د انګلستان د لارډز په لوبغالي کې وشي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د ټیسټ د لوبو په تازه درجه بندۍ کې هند لومړی او د نیوزلینډ لوبډله دویم مقام لري.

د هند د کرکټ د لوبډلې کپتان ویرات کوهلي د لوبې د ګټلو نه وروسته وویل چې د دې لوبې په ګټلو خوښ دی او زیاته یې کړه چې " اوس منلی شو او اقرار کوو چې د ټیسټ لوبو د نړیوالې اتلولۍ فاینل ته مو لار پیدا کړله".

بل پلو بیا د انګلنډ د لوبډلې کپتان جو روټ هند ته فاینل ته د ورتګ مبارکي ورکړې او وایي د دې لړۍ وروستۍ درې لوبې " په ریښتیا د آزمایښت ډکې وې".

د هند او انګلستان د لوبډلو تر منځ د ټیسټ لوبو د دې لړۍ تر ټولو د غوره لوبغاړي جایزه د هند ورو توپ اچوونکي روي چندران اشیون ته ورکړل شوه.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.