شاته

د امریکا-مکسیکو سرحد کې ۱۰۰زره مهاجر نیول شوي 

په امریکايي کې چارواکي ‌وایي له مکسیکو سره په سرحد کې یې تېره میاشت (فبروري) نږدې ۱۰۰زره هغه مهاجر نیولي‌ دي‌ چې غوښتل یې د امریکا متحدو ایالتونو ته راشي.

دوو امریکایي چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي‌چې دا د ۲۰۰۶ د فبرورۍ له میاشتې راهېسې اول ځل دی چې په یوه میاشت کې دومره ډېر مهاجر نیول کیږي.

دا مهاجر پداسې حال کې نیولي کیږي چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن غواړي ‌د مهاجرینو د راتګ د مخنیوي په اړه د مخکني‌ ولسمشر دونالډ ټرمپ ځیني تګلارې بدلې کړي.

د امریکا سرحد ته هغه ماشومان هم مهاجر شوي چې سرپرست او میندې او پلرونه ورسره نشته. د دغو ماشومانو د شمېر زیاتوالي په تېرو څو اونیو کې امریکايي چارواکي اړ کړل چې د سرپناو په جوړولو کې بېړه وکړي د امریکا په متحدو ایالتونو کې د سپانسر کوونکو لپاره د دوی پرېښودل چټک کړي.

د جنورۍ په میاشت کې ۷۸۰۰۰ مهاجر چې غوښتل یې ‌امریکا ته داخل شي،‌ نیول شوي ‌وو.

د مخکني‌ ولسمشر ټرمپ پر مهال په سرحد کې د ناقانونه مهاجرو د داخلېدو د مخنیوي لپاره عملیات شوي وو او ستر خنډونه جوړ شوي‌وو.

د امریکا د متحدو ایالتونو د کمرګونو او سرحدونو یو ویاند وویل چې د تېرې میاشت د نیول شویو مهاجرو ارقام به دا اونۍ خپروي.

جمهوریت غوښتونکي په ولسمشر بایډن نیوکه کوي چې د دغو مهاجرو د مخنیوي لپاره یې د ښاغلي‌ ټرمپ تګلارې بدلې کړې دي. دوی وايی دا کار به ډېرو ناقانونه کډوالو ته لار پرانیزي چې امریکا ته داخل شي.

د استازوپه خونه کې د جمهوریت غوښتونکو یو مخکښ غړي کوین مککارتي تېره ورځ ولسمشر بایډن ته یو لیک استولی او د ملاقات غوښتنه یې کړې ده.‌

هغه وايي چې د سرحد په هکله د اوسنۍ ادارې تګلارې په اړه «لویه اندېښنه» لري.

هغه وویل: « موږ باید د سرحد بحران درک کړو. یو پلان جوړ کړو او هغه افراد بې جراته کړو چې له مکسیکو او د مرکزي امریکا څخه زموږ جنوبي ‌سرحد ته له خطر ډک سفر کوي.»

د مخکني‌ ولسمشر ټرمپ پر مهال په سرحد کې د مهاجرو شړل او بیا راتګ زیات شوي وو. په دغې پالیسۍ کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره امریکايي چارواکو ته صلاحیت ورکړل شوی و چې هغه مهاجر بېرته وشړي چې امریکا ته د ننوتلو پر مهال نیول کیږي.

په ځینو پېښو کې داسې هم شوي وو چې ځینې شړل شوي مهاجر بېرته راغلي دي. د بایډن ادارې تېره میاشت هغه ماشومان له دغې پالیسۍ څخه مستثنی وګڼل چې بې سرپرست نلري.