شاته

په افغانستان کې د امریکې په اربونو ډالره د بيا رغونې په پروژو کې ضايع شوي، سيګار

په افغانستان کې د بيا رغونې دپاره د امریکا پلټونکې ځانګړې ادارې (سيګار) ويلي، په افغانستان کې د بيا رغونې په لړ کې د امریکا په اربونو ډالره په داسې پروژو کې لګول شوي چې نه ورته ضرورت وو او نه يې چارواکو غوښتنه کړې وه.

سيګار دغه رپورټ د ګل/دوشنبې په ورځ (لومړي مارچ) د امریکا قانون جوړوونکو ته وړاندې کړی دی.

په رپورټ کې ويل شوي چې په افغانستان کې د کال 2008 نه د سکولونو، جېلونو، هوټلو، روغتونونو، سړکونو، پُلونو او پوځ دپاره په ودانيو خواوشا 7.8 اربه ډالره مصرف شوي چې پکې 6.5 اربه ډالره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ورکړي دي.

سيګار ویلي په دې کې 2.4 اربه ډالره په داسې پروژو کارول شوي چې هغه د خپل مقصد دپاره نه دي کارول شوي، خراب شوي يا تباه شوي دي.

د دې ترڅنګ ويل شوي په 7.8 اربه ډالرو کې د 1.2 اربه ډالرو نه زيات په داسې پروژو مصرف شوي چې د خپل مقصد دپاره کارول شوي او يواځې 343.2 ملينه ډالره په داسې پروژو يا ودانيو کارول شوي چې په ښه حالت کې ساتل شوي دي.

په رپورټ کې د سيګار د مشر جان سوپکو له قوله ويل شوي چې يو داسې وړوکي ملک ته ډېر په ګرنډيتوب دومره پېسې ورکړل شوي چې جذب کړې يې نه دي.

ويل شوي په ډېرو ځايونو کې په پروژو کې د امریکا د قوانينو سرغړونه شوې تر دې چې پکې د افغان حکومتي چارواکو نه پوښتنه هم نه ده شوې چې دوی ودانۍ ته اړتيا لري؟ يا په په تکنيکي توګه د دې د ساتلو وړتيا هم لري.

سوپکو ويلي، حقيقت دا دی چې ډېرې اثاثې يا شتمنۍ کارول شوي نه دي يا خرابې شوي او پرېښودل شوي دي او دا کار د هغو ادارو دپاره د اندېښنې سبب جوړ شوی چې پېسې يې ورته ورکړي دي.

د سيګار ترمخه امریکې د کال 2002 نه تر کال 2020 پورې د افغانستان د بيا رغونې او نورو اړونده چارو دپاره 143 اربه ډالره ځانګړي کړي او امریکايي چارواکو هيله لرله چې دا دومره غټ مصرف به د افغانستان د سولې او ثبات په لړ کې مرستندويه وګرځي.

امریکايي قانون جوړوونکو په کال 2008 کې د سيګار اداره جوړه کړې د دې دپاره چې په افغانستان کې د امریکا د ټېکس په پېسو کې ضياع، درغلۍ او په ناوړه توګه کارېدل مالوم کړي، اداره له هغه وخت راهسې هر درې میاشتې پس خپل رپورټ خپروي چې زياتره پکې په پروژو کې نيمګړتياوې يا ګډوډۍ په ګوته کوي.

د سیګار دا رپورټ په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د امریکا صدر جوبايډن ویلي د طالبانو سره شوي د سولې تړون ته بيا کتنه کوي کوم چې يو کال وړاندې د مخکني صدر ډانلډ ټرمپ په وخت کې شوی وو.

د تړون ترمخه په افغانستان کې چې دا وخت د امریکا 2500 سرتيري پاتې دي د مې د لومړۍ نېټې پورې به د افغانستان نه ووځي.

سيګار ویلي په افغانستان کې ضايع شوی رقم د دې نه هم زیات دی خو مالوم شوی ځکه نه دی چې د ټولو پروژو پلټنې نه دي شوي.

(خبر د وي او اې په مننه)