شاته

جنوبي وزيرستان: په ماين چاودنه کې دوه تنکي ماشومان خور او ورور وژل شوي

په قبایلي ضلع جنوبي وزيرستان کې يوه ماين چاودنه شوې، دوه تنکي ماشومان خور او ورور يې وژلي دي.

د جنوبي وزيرستان د پولیسو مشر (ډي پي او) شوکت الله وي او اې ډيوه ته د پېښې په اړه وويل، دا پېښه پرون د ګل/دوشنبې په ورځ (لومړي مارچ) په مکين تحصيل کې شوې ده.

هغه وويل، د مکين په تور الګډ کلي کې دوه ماشومان چې بزې/ اوزې يې څرولې ماين ورته په لاس ورغلی او دوی ورله ګټه راچولې او هغه پرې چاودلی دی.

پوليس افسر وویل دواړه ماشومان خور او ورور، حمیدالله چې عمر یې 12 کاله او خور يې شازيه چې عمر يې اته کاله دی د چادنې له امله په ځای مړه شوي دي.

د دسمبر په مياشت کې د جنوبي وزیرستان څخه يو ازاد خبريال سعود مسيد وي او اې ډیوه سره په خبرو کې ویلي وو په وزیرستان کې په حکومتی کچه د ماین چاودنو 160م پېښې تايید شوي دي چې نزدې د 250 پورې ښځې او ماشومان په دغو پېښو کې معذور ه شوي دي. هغه دا هم ويلي وو په ازاده کچه دا شمېره د حکومتی شمیرو نه په دوه چنده سېوا ده.

د خبریال ترمخه په ماين چاودنو کې د کور ساتلي او ځنګلي ځناور چې شمېره يې په زرګونو کې ده، وژل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په لومړو غوښتنو کې د ماینونو پاکولو غوښتنه شامله وه او اوس هم د ماينونو پاکولو غوښتنه کوي.

د پاکستان پوځ وايي په قبايلي علاقو کې د ماينونو په پاکولو کار روان دی.

په 22 فرورۍ د پاکستان د پوځ وياند مېجرجنرل بابر افتخار يوې خبري غونډې ته په وېنا کې وويل، په قبايلو علاقو کې په ردالفساد عملیاتو کې د ماين پاکولو په کار کې د 72 کلوميټره نه زياته علاقه پاکه کړی شوې ده چې پکې دو سرتیري وژل شوي او 119 ژوبل شوي دي په دغه لړ کې ډېر کار شوی دی او په 42 فيصده علاقه کې اوس هم کار روان دی. او تراوسه پورې 48زره ماينونه ترلاسه کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​