شاته

د افغانستان لوی څارنوال له دندې استعفا ورکړه

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي له خپلې دندې څخه استعفا ورکړې او ولسمشر محمد اشرف غني یې استعفا منلې ده.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال پرون دوشنبه مارچ لومړۍ (کب ۱۱) ناوخته وویل چې ښاغلي حمیدي د « خپلو کورنیو او شخصي ستونزو» له امله استعفا ورکړې ده.

دواخان مینه پال امریکا غږ ته وویل چې ولسمشر غني د فرید حمیدي د کارونو د ستایلو ترڅنګ د هغه استعفا ومنله.

فرید حمیدي د لوی څارنوال په توګه د ندې د تر سره کېدو مخکې د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون او د بشري حقونو کمېسیون غړی هم و.

فرید حمیدي په ۱۳۴۶ کال کې په ننګرهار کې زېږېدلی و، نوموړي د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو او د پولیسو اکاډمۍ د جزا حقوقو په څانګو کې زده کړې کړي وې. هغه همدارنګه د ایران د ازاد اسلام پوهنتون څخه د جرم پيژندلو په برخه کې ماستري هم اخیستې وه.