شاته

په یورپ کې په بجلۍ د چلېدونکو موټرو اخیستل د چین نه زیات شوي

تازه شمېره ښايي چې په یورپ کې د الېکټرېک یا د بجلۍ په ذریعه چلیدونکو موټرو اخېستو کې په رېکارډ کچه زیاتوالی راغلی او د یورپ د الېکټرېک موټرو مارکېټ د چین نه وړاندې شوی.

یورپي ملکونو د بجلۍ د لارې چلېدونکو ګاډو په اخستو کې خلکو ته زیات سبسېډیز یا مالي مراعات ورکړي.

د امریکې وال سټریټ جرنل د یو رپورټ‌ ترمخه یورپ کې په نړیواله کچه د نوو الېکټرېک موټرو خرڅ د تېر کال په مقابله کې یو په دوه کېدو سره 43 فیصد ته رسېدلی دی.خو د یورپ الېکټرېک موټرو په خرڅ کې زیاتوالي ډېر انحصار د کرونا وبا په وخت د حکومت لخوا ورکړل شوو مرستو باندې دی او څېړونکي خبرداری ورکوي که چرته حکومت د بجلۍ په ګاډو کې خپلې مرستې ختمې کړې نو د الېکټرېک ګاډو په خرڅ کې به په لویه کچه باندې کمی راشي.

د یورپي ملکونو لخوا د بجلۍ په ګاډو کې ورکوونکې مرستې په محدوده توګه باندې دي او زیاتره د روان کال آخر پورې سر ته رسي.

یورپي‌ اتحاد د ماحول خرابوونکو ګېسونو اخراج کمولو لپاره په شرطونو کې سختې راوستې چې له کبله یې د ګاډو جوړوونکو کمپنو د بجلۍ او هاېبرېډ ګاډو جوړولو کې زیاتوالی راوستی.

د یورپ ګاډی جوړوونکو کمپنو تېر کال په زیاته شمېره کې الېکټرېک موټرې مارکېټ ته راویستل شروع کړي. د جرمني واکسوېګن کمپني چې د یورپ ترټولو زیات ګاډي جوړوي، د ID.3 اوID.4 په نوم موټرې مارکېټ ته راویستې.

بي اېم ډبلیو، مرسيډیز او آوډي هم په بجلۍ چلېدونکي د زیات قیمت او ښه معیار ګاډي مارکېټ ته راویستي او په یو شمېر نوو الېکټرېک ګاډو جوړولو باندې کار کوي.

مرسېډیز پلان لري چې روان کال د EQS په نوم الېکټرېک ګاډی مارکېټ ته راولي کوم د مرسیډیز اېس-کلاس موټر معیار او خاصیتونه لري.

تېرکال یورپ کې د بجلۍ په ذریعه چلېدونکو موټرو خواو شا 65 نوي ماډلې یا قسمونه شروع کړی شوي وو چې په چین کې جوړېدونکو موټرو په مقابله کې یو په دوه دي او روان کال د 99 نورو الېکټرېک ګاډو مارکېټ ته د راویستو پلان لري امکان دی.

ددې په مقابله کې په امریکا کې تېرکال د بجلۍ په ذریعه چلیدونکي 15 موټرې مارکېټ ته راویستی شوي او روان کال د 64 نورو الېکټرېک موټرو راویستل پلان کړی شوي.

د الېکټرېک موټرو د خرڅ څېړنه کوونکې یو ادارې ev-volume.com د رپورټ ترمخه یورپ کې د الېکټرېک موټرو په خرڅ کې تېرکال 137 فیصد زیاتوالی راغلی وو او ټول 1.4 ملین الېکټرېک ګاډي خرڅ کړی شوي وو.

ددې په مقابله کې چین کې تېر کال د الېکټرېک موټرو په خرڅ کې 12 فیصد زیاتوالي سره 1.3 ملین موټرې خرڅ کړی شوې وې. امریکا کې تېر کال د الېکټرېک موټرو په خرڅ کې 4فیصد زیاتوالی راغلی وو او ټولې درې لکه او 28 زره الېکټرېک موټرې خرڅ کړی شوي.