شاته

کابل کې د مهاجرت کړکیچ د څیړلو لپاره علمي کنفرانس جوړ شو

د افغانستان حکومت د مهاجرت فرصتونو او ننګونو تر نامه لاندې په یو علمي کنفرانس کې د افغان مهاجرینو او په کور دننه د بې‌ځایه شوو کډوالو د کړکیچ د له منځه وړلو لارې چارې لټوي.

په دغه دوه ورځني کنفرانس کې، چې د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو او د یو شمیر بهرنیو هیوادونو د استازو په ګډون د سې شبنې په ورځ په کابل کې جوړ شوی، د افغان مهاجرینو او په کور دننه د بې‌ځایه شوو افغانانو ستونزې او د مهاجرت په برخه کې موجود فرصتونه او ننګونې په علمي توګه څیړل کیږي.

د افغانستان د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو وزیر سید حُسین عالمي بلخي دغه کنفرانس ته په وینا کې وویل، دا مهال شاوخوا ۷ میلیون افغانان د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د مهاجرت شپې او ورځې تیروي، چې نږدې پینځه میلیونه یې په پاکستان او ایران کې ژوند کوي او څه باندې یو میلیون نور افغانان په کور دننه د ناامنیو له امله بې‌ځایه شوي دي.

ښاغلي بلخي وویل له پاکستان او ایران څخه د افغانانو بیرته راتګ ډیر شوی چې پر وینا یې سږکال څه باندې شپږ سوه زره افغانان بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي او د ژمي په راتګ سره جدي پاملرنې او بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه وویل "موږ باید په ژمي کې وکولی شو، چې له راستنیدونکي مهاجرینو څخه ملاتړ وکړو تر څو لږ تر لږه د راستنیدو په لومړي کال کې هغوی له جدي ستونزو سره مخ نشي او همداشان موږ څه باندې یو میلیون کورني بې‌ځایه شوي لرو، چې دغو ته هم باید پام وشي، تر څو د ژمي د سړې هوا له امله زموږ په هیواد کې کوم بشري ناورین رامنځ ته نه شي".

ښاغلي بلخي وویل، د بیرته ستانه شوو کډوالو د ژوند خوندیتوب لپاره افغان حکومت او نړیوالې ټولنې هلې ځلې پیل کړي او تمه یې وښوده، چې د ژمي په موسم کې به د احتمالي ستونزو د رامنځ ته کیدو مخه ونیسي.

د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو وزیر تمه وښوده، چې د دغه دوه ورځني علمي کنفرانس په نتیجه کې د افغانستان د مهاجرت ستونزې ته د حل عملي لارې چارې ولټول شي.

په افغانستان کې ناامني، فقر، بې‌کاري او زورواکي هغه لویې ستونزې دي، چې له امله یې افغانان یا په کور دننه بې‌ځایه شوي او یا هم له افغانستان څخه بهر مهاجرت ته اړ شوي دي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په دغه کنفرانس کې وویل، د افغان مهاجرینو د بیرته راستنیدو لپاره د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت له خوا لویې پانګونې ته اړتیا ده.

ښاغلي محقق وویل، لومړی باید په افغانستان کې د امنیت، کارموندنې، کرنې، صنعت او نورو اقتصادي برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شي، تر څو د نویو مهاجرتونو مخه ونیول شي او همدا شان افغان مهاجرین په هیواد کې دننه د یو ښه وضعیت په لیدلو سره بیرته خپل هیواد ته راستانه شي.

د اجرائیه ریاست دویم مرستیال وویل "که موږ غواړو چې مهاجرین راستانه کړو اړتیا ده چې نړیوال له افغانستان سره زیات کار وکړي، زیات پام وکړي، زیاته پانګونه وکړي، د امنیت په برخه کې د کار په برخه کې، له هغې وروسته دې د مهاجرینو د بیرته ستنیدو په فکر کې شي".

همدا شان د افغانستان د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال محمدخان په دغه کنفرانس کې ومنله چې لا هم زیات شمیر کورنۍ په لرو پرتو سیمو کې د زورواکو د ظلمونو له امله مهاجرتونو او یا هم په کور دننه بې‌ځایه کیدو ته اړ کیږي.

ښاغلي محمدخان ټینګار وکړ، که د نویو مهاجرتونو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته او د زورواکو د ظلم مخه ونیول شي، نو تر ډیره بریده به په افغانستان کې د مهاجرت ستونزه حل شي.