BBC
 شاته

د ترکيې کړکېچ، د دغه هېواد راتلونکی به څه وي؟

ترکيه کې ولسمشر اردوګان د خپل هېواد د امنيت شورا مشري کړې، چې د تېرې جمعې له ناکامې کودتا راهيسې لومړۍ غونډه وه.

له ۵۰ زرو ډېر خلک له دندو لرې شوي چې ۲۱ زره په کې ښوونکي دي، او د پوهنتونونو ټول پوهنوالان بهر ته له سفره منعه شوي دي.

ترکيه غواړي امريکا دې فتح الله ګولن وروسپاري، چې دوی يې کودتا کې په لاس لرلو تورنوي، په داسې حال کې چې دی دا تور په کلکه ردوي.