BBC
 شاته

د امریکا-طالبانو د هوکړې کلیزه؛ یوه کال کې څومره پرمختګ شوی؟

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شاوخوا دوه لسیزو جګړو وروسته تېر کال په همدې ورځ د دواړو لورو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه. په دغه هوکړه کې دواو غاړو له یو بل سره ژمنې وکړې چې له ډلې یې په څوارلسو میاشتو کې به امریکايي ځواکونه افغانستان پرېږدي او طالبان به افغان خاوره د امریکا او د هغوی د متحدینو پر وړاندې نه کاروي او د بین الافغاني خبرو د پیل یادونه پکې شوې وه.