شاته

د اسدخان اڅکزي د وژنې پرضد ګرد بلوچستان کې کار بندیز روان دی

دعوامي نیشنل ګوند بلوچستان د ویاند اسد خان اڅکزي د وژنې په ضد د اتوار -یکشنبې په ورځ دکوټې په ګډون دبلوچستان ټولو مهمو سیمو کې کاربندیز روان دی اؤ ټول کاروباري مارکیټونه اؤ بازارونه بند پراته دي.

عوامي نیشنل ګوند غوښتنه کوي چې د بلوچستان هائیکورټ په کچه دې ددې پېښې دڅېړلو دپاره قضایي کمیشن جوړ کړل شي.

اسد خان پینځه میاشتې وړاندې د کوټې د ائیرپورټ سړک څخه پورته کړل شوی ؤ اؤ پرون یې مړی د کوټې ترڅنګ د نوحصار سیمې څخه موندل شوی.

دبلوچستان څخه د وي او ای دخبریالانو له مخې د عوامي نیشنل ګوند په غوښتنه د اسد خان اڅکزي د وژنې په ضد د اتوار په ورځ په کوټه،پښین،ژوب،لورالایي ،زیارت،موساخیل،قلعه سیف الله،هرنايي ،دکي اؤ یو شمیر نورو سیمو کې کاربندیز روان دی اؤ ټول کاروباري مرکزونه اؤ تجارتي مارکیټونه بند پراته دي.

ټاکل شوې ده د اسد خان اڅکزي جنازه نن ماسپښین درې بجې دچمن د ماډل هائي سکول په میدان کې کیږي چې پکې به دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا صدر ایمل ولي خان اؤ نور مشران ګډون کوي.

داتوار په ورځ دخیبر پښتونخوا اؤ سندهـ صوبو بیلابیلو برخو کې هم د اسد خان غائبانه جنازې شوي دي چې پکې په سوؤنو پښتنو برخه اخستې ده.

دپښتون ژغورنې غورځنګ هم اعلان کړی چې ماسپښین دوه نیمې بجې به نن په بنو کې د اسد خان غائبانه جنازه کوي چې پکې به ددغه غورځنګ مشر منظور پشتین اؤ نور مشران برخه اخلي

د اسد خان د وژنې دخبر ترلاسه کیدو سره سم ایمل ولي خان کوټې ته رسیدلی اؤ دغلته یې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال غوښتنه کړې چې د اسد خان د تښتونې اؤ بیا وژنې د پلټنو دپاره باید د بلوچستان هائیکورټ‌‌په کچه یو قضایي کمیشن جوړ کړل شي.

هغه د ای این پی لخوا د درېوؤ ورځو د ماتم اعلان هم کړی دی.

دبلوچستان وزیراعلی جام کمال دخالي په ورځ ویلي حکومت یې دجام کمال دموندلو بشپړې هڅې کړې وې خو بریالی شوی نه ؤ اؤ اوس به دهغه د وژنې د پېښې په ښه توګه پلټنې کوي.

د اسد اڅکزي د وژنې په ضد پرون هم د کوټې پر منان چوک کې د پښتون سټوډنټس فېډريشن او عوامي نېشنل ګوند غړو احټجاج کړی ؤ.

احتجاج کوونکو چوک د ټريفک لپاره احتجاجاً بند کړی، ټایرونه یې سوځولي وو او د امنيتي ادارو پر ضد یې شعارونه ورکړي وؤ.

د بلوچستان څخه په جبر بې درکه شوؤ سوؤنو کسانو کورنۍ تور لګوي چې دهغوئ خپلوان پوځ اؤ استخباراتي شبکو پورته کړي خو پوځ دا تورونه ردوي.