شاته

دعوامي نیشنل ګوند بلوچستان د لادرکه ویاند اسدخان مړی دکوټې سره نزدې موندل شوی

د عوامي نیشنل ګوند دبلوچستان ایالت د تېرو پینځوؤ میاشتو څخه د لادرکه د ویاند اسدخان مړی دخالي په ورځ د سرښار کوټې سره نزدې په نوحصار کلي کې موندل شوی دی.

داسد خان وور امجد خان ایډوکیټ دهغه د وژل کیدو پخلی کړی اؤ وایي پولیسو ورته ویلي چې هغه څو ورځې وړاندې وژل شوی .

د عوامي نیشنل ګوند دبلوچستان ایالت ویاند اسد خان اڅکزئ د نزدې پینځوؤ میاشتو راهسې دکوټې دهوایي ډګر دلویې لارې څخه پورته کړل شوی اؤ لادرکه کړل شوی ؤ .

هغه د عوامي نیشنل ګوند دبلوچستان د مشر اصغر خان اڅکزي دکاکا ځوئ ؤ اؤ په ۲۲مه فرورۍ ای این پي داسد خان اؤ نورو لادرکه کسانو د لادرکه کولو په ضد په ګرد هیواد کې احتجاجي مظاهرې کړې وې.

عوامي نیشنل ګوند د اسد خان د وژنې په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ پوښتنه یې کړې ده چې ایا دا دبې درکه کسانو دپاره دعوامي نیشنل ګوند لخوا د شوؤ احتجاجي مظاهرو جواب دی؟

د اسد خان ورور امجد خان ایډوکیټ وي او ای ډيوه ته ویلي چې هغه ته پولیسو د اسد خان د وژل کیدو خبر ورکړی اؤ ورته یې ویلي چې داسد خان ګاډی درې ورځې وړاندې پولیسو ته په لاس ورغلی ؤ.

هغه وایي چې تر وسه یې دخپل ورو مړی نه دی ترلاسه کړی اؤ نه ورته معلومه ده چې هغه کله اؤ دچا لخوا وژل شوی دی .

خو دکوټې پولیسو پخپل یو بیان کې ویلي چې څو ورځې وړاندې دخلکو تښتونه کې یو ککړ تن نیولی ؤ اؤ دهغه څخه دترلاسه شوؤ معلوماتو په اساس ورته معلومه شوې ده چې اسد خان وژل شوی.

پولیس وایي اسد خان چې په کومه ورځ پورته کړل شوی ؤ هم په هغه ورځ تښتونکو وژلی دی.

د بلوچستان څخه په جبر بې درکه شوؤ سوؤنو کسانو کورنۍ تور لګوي چې دهغوئ خپلوان پوځ اؤ استخباراتي شبکو پورته کړي خو پوځ دا تورونه ردوي.

دعوامي نیشنل ګوند وتلي مشر اؤ څېړنکار خادم حسین د اسد خان په مړینه ژور خفګان ښودلی اؤ په ټوئټر یې لیکلي چې ریاست د انساني ځانونو په تحفظ کې په بشپړ ډول ناکام شوی دی.

پروفیسر خادم حسین پوښتنه کړې ده ایا د اسد خان وژنه د لادرکه کسانو دپاره د عوامي نیشنل ګوند لخوا د شوؤ احتجاجي مظاهرو جواب دی.

بل لوري ته دعوامي نیشنل ګوند دخېبر پښتونخوا صوبې صدر داسد خان د وژنې دخبر ترلاسه کولو سره سم کوټې ته رسیدلی دی اؤ د ډيوه خبریال نعمت الله سرحدي وایي چې نن ماښام به د یو مطبوعاتي کانفرنس په ترڅ کې په دې پېښه د ګوند رسمي عکس العمل ښکاره کړي.