شاته

د پاکستان د قامي اسمبلۍ کميټۍ غوښتنه کړې بېرته راغلي بې درکه خلک دې واورېدل شي

د سېنټ د بشري حقونو د کميټۍ وروسته د پاکستان د قامي اسمبلۍ قايمه کميټۍ هم غوښتنه کړې چې په زور بې درکه کړل شوي خلک دې نه يواځې خوشي کړل شي بلکې ازاد شوي تنان دې واورېدل شي او پېژندګلو دې يې هم پټه وساتل شي.

د بشري حقونو د قايمه کميټۍ غړي او د شمالي وزيرستان نه منتخب ايم اين ای محسن داوړ وي او ای ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل “په کميټۍ کې يې د اسمبلۍ د سپيکر نه غوښتنه کړې چې راخلاص شوي بې درکه خلک دې د پېژندګلو ښودلو پرته واورېدل شي چې دوی چا پورته کړي او څه پرې تېر شوي. مونږ پوهېږو چې دا خواران هيڅ نه شي ويلی ولې بيا هم غواړو يوه هڅه وکړو”.

محسن داوړ وايي کمېټۍ د بې درکه خلکو د پاره د جسټس ريټاير‌‌‌‌‌‌ډ جاويد اقبال په مشرۍ کې جوړ حکومتي کمېشن د ختمولو او د يو نوي کمېشن د جوړولو غوښتنه هم کړې ځکه يو خو يې وخت پوره شوی او بل په کمېشن د خلکو باور هم نشته.

د پاکستانۍ حکومتي مي‌‌‌‌‌‌ډيا ای پي پي د شمېرو د مخه کمېشن ته تېر کال د اپريل مياشتې تر اخره 6674 کيسونه رپورټ شوي چې پکې 4544 فيصله شوي او زياتوي په فيصله شوو کيسونو کې د 3598 تنانو درک شوی چې په پوځي انټرمېنټ سنټرو او جېلونو کې دي او پاتې لا بې درکه دي.

البته د بلوچ مېسېنګ پرسنز تحريک مشر ماما قدير او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين دا شمېرې نه مني او ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ماما قدير ويلي د 55000 ورکو بلوچو نومونه يې راټول کړي.

منظور پښتين هم ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ويلي تحريک ته يې نزدې د 8000 بې درکه کړل شوو پښتنو نومونه ورکړل شوي. حکومت او امنيتې ادارې دا شمېرې نه مني او دا دعوې ردوي.

د ملګرو ملتونو په زور د بې درکه کولو ‌‌‌‌‌‌ډېکلېريشن په اساس په زوره بې درکه کول يو داسې ګام دی چې د انساني وقار خلاف دی او د خپل کال 2019 په رپورټ کې وايي “په پاکستان کې ورته 731 بې درکه کيسونه رپورټ شوي خو ممکن ده دا تش د مزکې سر ګرول وي ځکه بلها داسې پېښې ورته نه رپورټ کيږي”.

د قايمه کميټۍ غون‌‌‌‌‌‌ډې ته د سينټ پخوانی غړی فرحت الله بابر او د بې درکه بلوچو د تنظيم غړې حسيبه قمبراني هم راغوښتل شوي وو.

اغلې قمبراني ‌‌‌‌‌‌چې د بې درکه بلوچو د پاره د اسلام اباد په احتجاج کې هم ملاتړه وه په حکومتي او عدالتي نظام نيوکې کوي او ډيوه ته يې ويلي “زمونږ خلک تښتول کيږي او قتل کيږي خو په دې هر څه د رياست، قانون او عدلييې خاموشي ‌‌‌‌‌‌ډېرې پوښتنې راپورته کوي”.

د غون‌‌‌‌‌‌ډې ورستو ښاغلي بابر د بې درکه خلکو د کمېشن مشر جسټس جاويد اقبال د دې انکشاف چې په پلټنو کې يې د امنيتي ادارو 153 تنه په ګوته کړي چې د ملکي وګړو په بې درکه کولو کې ککړ دي په اړه په خپل ټوېټر ليکل کړي.

فرحت الله بابر ليکي “وياړم چې د اسمبلۍ د بشري حقونو کمېټۍ ته يې نن د بې درکه خلکو په اړه بللی وم. عدالتونه نه منل کيږي، پارلمان بې وسه دی او ولسي رياستي نظام پاتې راغلی. څوک چې په دې کې لاس لري هغه د نورو ټولو طاقتور دي. استخباراتي ايجنسيانې د قانون لاندې راولئ”.

وزير اعظم عمران خان ويلي په ملک کې يو بې درکه ملکي وګړی نه غواړي او د پوځ وياند جنرل بابر افتخار هم مي‌‌‌‌‌‌ډيا ته ويلي ‌‌‌‌‌‌ډېره ژر به د بې درکه پاکستانيانو شخړه هواره شي.

په کلونو کلونو ورک پښتنو، بلوچو او نورو پاکستانيانو د بې درکه خلکو د شمېرو او په کورنو يې څه تېريږي په اړه ژورنالېسټ او د بشري حقونو کارمند ای ار رحمان په يو ليک کې وايي “خو دا حساب کتاب د هغه زرګونو کورنو ځورېدل پټوي چې هره ورځ د ويرې مري چې خپل خپلوان به يې بيرته هم ستانه شي”.

‌‌‌‌‌‌ډيوه ته د نوم نه ښودلو په شرط د سويلي وزيرستان يو پلار په خورونه کې ويلي وو “څه وکړم ځوی مې د شپږو کالو بې درکه کړل شوی چې هيڅ درک يې نشته او کوژدن مې ورته کړې ده. اوس د جينۍ پلار هم نېټه راکړه چې لا خو دې ځوی راپيدا کړه لا زما لور ازاده کړه. زه څه وکړم يو خوا پښتو ده بل خوا د بې ګناه جينۍ ژوند؟”