شاته

طالبان وایي هدفي وژنې او دوحې تړون نه سرغړونې یې ندي کړي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم، وایي دغه ډله له امریکا سره د سولې د تړون ژمنو ته وفاداره ده او له هغې نه یې سرغړونه نده کړې، پداسې حال کې چې افغان او امریکایي مقامات ادعا کوي چې طالبان د القاهده شبکې په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو د شلولو، د تاوتریخوالي د کمولو او د بین الافغاني مذاکراتو په هکله په ژمنو ولاړ ندي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د امریکا غږ سره په مرکه کې پدې هکله د څرګند ځواب ویلو ډډه وکړه چې ایا طالبانو د القاعده شبکې سره خپلې اړیکې غوڅې کړي او که نه او ویې ویل د امریکا-طالبانو په توافقنامه کې راغلي چې د افغانستان له خاورې څخه به د هیڅ یو هیواد پر ضد استفاده نه کیږي او د هغه په وینا طالبان همدې اصل ته پابند دي او تر اوسه یې داسې څه ندي کړي.

تیره اونۍ د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د مفتش دفتر د پنتاګون د استخباراتي اطلاعاتو په بنسټ د امریکا کانګرس ته په یو رپوټ کې وویل چې طالبانو د القاعده شبکې سره اړیکې ندي شلولي او ددې رپوټ په اساس د القاعده غړي د طالبانو په لیکو او د سوق او ادارې په جوړښتونو کې مدغم شوي دي.

ښاغلي نعیم پدغه مرکه کې همداشان په افغانستان کې په هدفي وژنو کې ددې ډلې لاس درلودل رد کړل او وویل چې د "ملکي وګړو وژل" ددې ډلې "په پالیسۍ" کې شامل ندي. په تیرو څو میاشتو کې زیات شمیر مدني او د بشري حقونو فعالان، خبریالان، قاضیان او د افغانستان د حکومت کارکوونکي په هدفي او په نښه شویو وژنو کې وژل شوي دي چې د افغانستان حکومت یې مسولیت پر طالبانو اچولی.

د امریکا د دفاع وزارت د سرمفتش دفتر په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو زیاتیدو ته په اشارې ویلي چې طالبان د افغانستان د حکومت سره په مذاکراتو کې د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره په ټول هیواد کې په تاوتریخوالي لاس پورې کړی دی.

ملګرو ملتونو هم تیره اونۍ رپوټ ورکړ چې په ۲۰۲۰کال کې ۳۰۳۵ ملکي افغانان په جګړو، تاوتریخوالي او هدفي بریدونو کې وژل شوي دي او ۵۷۸۵ تنه نور ملګي وګړي ټپیان شوي دي، ددې رپوټ په بنسټ ددغې مرګ ژوبلې د ۴۶فیصدو مسولیت د طالبانو په غاړه دی.

خو محمد نعیم وایي چې په تیر یو کال کې د طالبانو تاوتریخوالی راکم شوی دی. هغه ادعا کوي چې طالبانو د دوحې د تړون له لاس لیک کولو وروسته د افغانستان د ولسوالیو او ولایتونو د سقوط کولو لپاره خپل بریدونه درولي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان د امنیتي ادارو د رپوټونو په بنسټ همدا اوس د افغانستان په لږ تر لږه ۲۰ولایتونو کې د طالبانو او افغان امیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي او پدغه جګړو کې هره ورځ پوځیان او ملکي افغانان وژل کیږي.

په افغانستان کې روان وضعیت ته په پاملرنې د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت د امریکا-طالبانو د دوحې د تړون په ارزونه بوخت دی چې یو امکان یې د ۲۰۲۱کال د مۍ د میاشتې اخوا په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د شتون غځول دي، هغه ضرب الاجل چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا-طالبانو په موافقه کې ټاکل شوی دی.

په افغانستان کې د مۍ د میاشتې وروسته د امریکایي ځواکونو د شتون د دوام په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وویل: "دا موضوع اصلاً نده مطرح. مشکل حل شوی. د [دوحې] په موافقه کې ژمنه شوې چې، ټولو اړخونو ژمنه وکړه. د امنیت شورا او سترو هیوادونو تائید کړه. توافقنامه د نافذیدو وړ ده او باید عملي شي."

سره له دې چې طالبان د مۍ د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار کوي، پدغه هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د شتون د دوام په هکله غوښتنې هم زیاتې شوي دي.

همدا نن د امریکا د متحده ایالاتو د سنا د وسله والو ځواکونو د خدمتونو د کمیټې رئیس او یو مهم دموکرات سناتور جک ریډ، ویلي دي چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن باید له افغانستان څخه ټول امریکایي ځواکونه د مۍ میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې ونه باسي چې د هغه په وینا دپلوماتانو ته د مذاکرېلپاره زیات فرصت ورکړل شي تر څو د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه وشي.

دمخه تر دې طالبانو خبرداری ورکړی و چې که بهرني ځواکونهد دوحې د تړون په اساس له افغانستان څخه د مۍ د میاشتې پورې ونه وځي دغه ډله به پر هغوی باندې بیا بریدونه پیل کړي.

د دوحې له تړون وروسته طالبانو په افغانستان پر میشتو بهرنیو ځواکونو باندې بریدونه ځنډولي دي.