شاته

په شمالي وزيرستان او بنو کې د ناامنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې شوي

په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان او په بنو کې د ناامنۍ د پېښو پرضد پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي مظاهرې کړي او غوښتي يې دي چې په ځانګړي ډول په شمالي وزيرستان کې دې د ناامنۍ مخنيوی وشي.

پي ټي اېم د شمالي وزیرستان په شوه، ميرعلي او دته خېل کې احتجاجي مظاهرې کړي او په بنو کې هم دغه ډول غټه مظاهره شوې ده.

مظاهره چیانو غوښتي چې په وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د غېر دولتي ادارې څلور وژل شوو ښځو کارکوونکو ته دې انصاف ورکړی شي.

په شمالي وزيرستان کې په 22 فرورۍ د غېر دولتي ادارې څلور کار کوونکې ښځې نامالومو وسله والو په ډزو وژلې وې.

په 23 فرورۍ د پاکستان پوځ ويلي چې د دغو څلورو ښځو په وژنه ککړ حسن خان نومې تن يې په عملیاتو کې وژلی دی.

د پي ټي اېم احتجاج کوونکو ويلي په شمالي وزيرستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوي او په خلکو کې يې ویره او اندېښنه خوره کړې ده.

يو احتجاج کوونکي امان الله جان وزير ویلي، د ضرب عضب عملياتو وروسته ويل شوي وو چې امنيت په ځای کړی شوی خو دلته اوس هم په رڼا ورځ د ترهګرۍ پېښې کيږي او د مخنيوی يې څوک نشته.

هغه ویلي په رڼا ورځ د خلکو وژنې کیږي تښتول کيږي څلور ښځې ووژل شوې هغو ته دې انصاف ورکړی شي.

د پي ټي اېم يو مشر نديم عسکر وايي، په وزيرستان کې په زرګونو پوځي سرتيري موجود دي د هغې باوجود دلته بدامني روانه ده دوی اندېښنه لري چې هسې نه ترهګري بيا زور وانه خلي.

هغه وويل دوی د احتجاج د لارې حکومت ته ويل غواړي چې د بدامنۍ مخنيوي وکړي او د احتجاجونو لړۍ به جاري ساتي.

د شمالي وزيرستان پوليس وايي د ښځو د وژلو او د کسانو د تښتولو د پېښو پلټنې روانې دي د لټون عمليات پېل کړی شوي، د ښځو په وژنه تورن تن وژل شوی او د تښتول شوو کسانو مالومولو هڅې روانې دي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار په 22 فرورۍ په قبايلي علاقو کې د بدامنۍ د تازه پېښو په اړه ويلي وو، اوس چې څومره پېښې کیږي ټولې د ترهګرۍ نه وي په ټوله نړۍ کې د بدامنۍ پېښې کيږي، قبایلي علاقې چې په صوبه کې ورګډې شوي حالات ډېر ښه شوي او چې کله دا قبایلي ضلعې په پوره توګه په صوبه کې ورګډې شي پوليس په ځای شي ډېر حالات به ورسره نور هم سم شي.