شاته

افغان حکومت استاد ګل‌زمان ته د پښتو موسیقۍ د بابا لقب ورکړ

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان سندرغاړو او هنرمندانو د ستاینې او د هغوی له هنر څخه د قدردانۍ په یوه غونډه کې استاد ګل‌زمان ته د پښتو موسیقۍ د بابا لقب ورکړ.

دغه مراسم د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو له خوا جوړ شوي و.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير وویل چې دغه وزارت له هرې ممکنې لارې څخه په استفادې هڅه کوي چې د افغانستان له هنرمندانو څخه ملاتړ وکړي.

په دغو مراسمو کې د استاد ګل‌زمان ژوند ليک او د سندرو د کتاب مخ کتنه هم وشوه. دا کتاب استاد اسلام الدین فیروز لیکلی دی.

استاد ګل‌زمان په ۱۳۱۸ کال کې په پکتیا ولایت کې زیږېدلی او د پښتو موسیقۍ یو نوموتی هنرمند او د سندرو جوړوونکی دی چې په ۱۳۶۲ کې یې د افغانستان په کچه د سندرو د جوړولو د لومړي مقام جایزه وګټله.

استاد ګل‌زمان د افغانستان په ملي راډیو او ټلویزیون کې سلګونه ویډیويي او غږیزې سندرې ثبت کړي دي.

په دغو مراسمو کې چې د افغانستان د موسیقۍ نوموتو پخوانیو هنرمندانو ګډون درلود د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتصفدر توکلي ته د دمبورې د سلطان او ظاهر باختري، غلام فريد احمدي، سرداراحمد، الله مدو، ثمن ګل، عبدالمجيد سپند، طلامحمد تخاري، حيات الله ابدالي، محمداحسان عرفان او عبدالقيوم ناصح ته د استادۍ لقبونه او مډالونه ورکړل.