شاته

کونړ کې د 'فرصت وړیا مرکز' ۱۱۷ نجونو ته د زده کړو فرصت برابر کړی

د کونړ په مرکز اسعداباد کې ۱۱۷ نجونو ته د فرصت په نوم د وړیا زده کړو مرکز له خوا کانکور ته د چمتوالي فرصت برابر شوی دی.

دا کورس د اسعداباد د فاطمې په لېسه کې جوړ او عصري مضامین په کې تدریس کېږي، دلته هره زده کوونکې هېله لري چې له زده کړو وروسته کانکور کې ښې نومرې واخلي او د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالۍ شي.

مدینه د دې کورس یوه زده کونکې ده وايي: "زموږ یوازینی هدف د درس زده کړه او کانکور ته چمتووالی دی، موږ ته څلور (کیمیا، ریاضي، بیالوژي ، فزیک) مضامینه تدریس کېږي، ارمان لرم څو طب یا کمپیوټر ساینس پوهنځیو ته بریالۍ شم."

کونړ کې د فرصت په نوم د وړیا زده کړو مرکز
کونړ کې د فرصت په نوم د وړیا زده کړو مرکز

کونړ د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی چې لومړی خو په کې ډېرې کمې نجونې له دولسم ټولګیو فارغېږي، هغوی چې فارغېږي ډېرو کمو ته یې کورنۍ پوهنتون ته د تلو اجازه ورکوي او هغوی چې کورنۍ یې غواړي لوڼې یې لوړې زده کړې وکړي ښوونځیو کې د درسونو د ټیټ کیفیت له کبله د کانکور په سیالیو کې کافي نومرې نه شي ترلاسه کولی او له لوړو زده کړو محرومېږي.

خو د زُحل په نوم کونړۍ زده کونکې هېله لري چې د کانکور د چمتووالي دا کورس به ورسره د ښو نومرو په اخېستو کې مرسته وکړي.

نوموړې وايي: "هېر شوي درسونه مو دې کورس کې بېرته رایاد شول او نور درسونه مو هم زده کړل، د ټولو خويندو دا هیله ده څو د خپلې خوښې پوهنځيو ته بریالي شي، زما هېله دا ده چې د ژورنالېزم پوهنځي ته بریالۍ شم."

زُحل وايي، اوس کونړ کې شرایط بدل شوي، د زده کړو لپاره زمینې برابرې دي او هغه کورنۍ هم زیاتې شوي چې غواړي لوڼې او زامن یې لوړې زده کړي وکړي: "که پلار او مور یې بې تعلیمه وي، هغوی ټول غواړي چې لورګانې او زامن یې باید تعلیم وکړي. هغوی نه غواړي چې اولادونه يی هم نالوستي پاتې شي، هڅه کوي د نورو په څېر لوستي بچې وروزي. اوس هلکانو او نجونو ته د تعلیم او لوړو زده کړو زمېنه برابره ده."

په کونړ کې د فرصت په نوم د وړیا زده کړو مرکز څلور کاله وړاندې جوړ شوی چې د مسولینو په وینا يې یاده موده کې يې سلګونه کسان د انګلېسې او کمپيوټر له کورسونو فارغ کړي دي.

د دوی په خبره د یاد مرکز څانګې يې د اسعداباد ترڅنګ په مروره، وټه پور او خاص کونړ ولسوالیو کې هم پرانېستې دي.

کونړ کې د فرصت مشر احسان الله احساس وايي: "اوس مهال ټول کونړ کې ۱۶۰۰ پورې زده کوونکي لرو. له دې ډلې ۳۱۳ ښځېنه زده کوونکې دي چې دوه سوه یې په انګلېسې برخه کې او ۱۱۳يې د کانکور چمتووالي په کورس کې دي."

په کونړ کې د فرصت په نوم د وړیا زده کړو مرکز څلور کاله وړاندې جوړ شوی
په کونړ کې د فرصت په نوم د وړیا زده کړو مرکز څلور کاله وړاندې جوړ شوی

د پوهنې ریاست چارواکي هم د فرصت وړیا کورس د خپلو زده کوونکو د پرمختګ لپاره اړین بولي.

د پوهنې ریاست تدريسي مرستیال عبدالقهار اخندزاده ازادي راډیو ته وویل:

"د کونړ معارف لپاره ډېر ګټور پروګرام دی، دلته شاګردانو ته د ساینسي مضامینو ترڅنګ، کمپيوټر او انګلېسې هم ورښودل کېږي. دوی سره موږ هم د یاد پروګرام په تطبیق کې همکاري کوو."

د عبدالقهار اخندزاده په خبره چې تېرکال د کونړ په بېلابېلو ولسوالیو کې د کونړ علمي کدرونو له خوا، کانکور ته د چمتووالي کورسونه جوړ کړي وو او په تېر کانکور کې يې ښه نتېجه ورکړې وه.

د فرصت په نوم دا ښونېز مرکز د بهرمیشتي کونړي سوداګر شوکت زماني له خوا پرانېستل شوی او تر اوسه يې په یاد ولایت کې په سلګونو ځوانانو ته د انګلېسي او کمپيوټر روزنه ورکړې.

دا لومړی ځل دی چې نجونو ته د کانکور چمتوالي کورس جوړوي. د فرصت روزنېز مرکز د کونړ سربېره په کندهار، ارزګان، هلمند او زابل ولایتونو کې هم زده کوونکو ته د وړیا زده کړو ځینې پروګرامونه برابر کړي دي.