شاته

مریم نواز تور لګولی استخباراتي ادارې د سېنېټ په انتخاباتو کې خپل اثر کاروي

د حکومت مخالفه ګوند پاکستان مسلم لیګ ن يو ځل بیا په استخباراتي ادارو تور لګولی دی چې د سېنېټ په انتخاباتو کې د خپلې خوښې کاندید کامیابولو د پاره اثر استمالوي.

مسلم لیګ د پوځ په سیاسي کردار په داسې حال کې تنقید کړی چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې مشر میجر جنرل بابر افتخار ويلي وو چې د پوځ په موجوده وخت کې هیڅ سیاسی کردار نشته.

د مسلم لیګ مرستیال مشرې مریم نواز په لاهور ښار کې میډیا سره په خبرو کې تور لګولی چې د ضمني انتخاباتو په وخت د پنجاب ډسکه کې د 20 پولنګ شټیشنو انتخابي عمله په زوره د 12 ساعتو پورې بې درکه ساتل شوې وه او په دې عمل کې د استخباراتي ادارو کردار وو چې نېغ په نېغه وزیراعظم ته ځواب کوي.

مریم نواز ويلي دي چې په ډسکه کې دې دوباره انتخابات وکړې شي ځکه چې اليکشن کمېشن هم ویلي دي چې په ډسکه کې د ضمني انتخاباتو په وخت د انتخابي عملې غېرحاضري د پولیسو او انتظاميې ناکامي ده.

په ډسکه کې د ضمني انتخاباتو په وخت د شلو پولنګ سټیشنو انتخابي عملې دولس ساعته پورې غیرحاضره پاتې کیدو له وجې تراوسه د انتخاباتو کمیسون د دې حلقې د نتیجو اعلان نه دی کړی.

مریم نواز دا خبره هم کړې ده که چرې پوځ دموجوده حکومت په شا ولاړ وي نو باید چې خپل دغه سیاسي کردار دې ختم کړي ځکه چې د يو ناکامه حکومت د ملاتړ مطلب د اولس سره ډغره ده.

مریم نواز وایي چې اوس وزیراعظم عمران خان د سېنېټ انتخابات په ښکاره يا په اوپن بېلټ کول غواړي چې په دې انتخاباتو کې د پېسواستمال کیږي نو ولس ته دې بیا دا هم ښکاره کړي چې په دې انتخاباتو کې استخباراتي ادارې چې د قامي او صوبايي اسمبلو په غړو د ټیلی فون د لارې فشار آچوي چې د دوي د خوښې کاندید ته ووټ ورکړي نو آیا هغه انتخابي درغلې نه ده؟.

مریم نواز په سیاست کښې د پوځ په اثر او کردار داسې حال کې تنقيد کړی دی چې وړاندې د پوځ ویاندې ادارې يا اي اېس پي آر مشر میجر جنرل بابر افتخار په ښکاره ويلې وو چې په موجوده وخت کې د پوځ نه خو په سیاست کې څه کردار شته او نه پوځ په سياست کې دلچسپي لري ځکه چې پوځ په امنیتي چارو کې بوخت دی.

د مریم نواز لخوا د پوځ په سیاسي کردار پرله پسې تنقید په اړه خبریال محمود جان بابر وایي چې د داسې کولو مقصد په پوځ فشار آچول دي چې د مارچ په میاشت کې کیدونکي انتخاباتو کې پوځ په هر حال ځان بې طرفه وساتي.

محمود جان بابر وایي چې د مخالفو ګوندونو اېتلاف يا پاکستان جمهوري غورځنګ لخوا د سېنېټ کاندید او پخواني وزیراعظم يوسف رضا ګیلاني هم وړاندې ويلي وو چې په ضمني انتخاباتو کې اسټبلشمڼټ بې طرفه وو نو د دغه شان بیانونو مقصد هم دغه دی چې پوځ ته وار په وار پیغام ورکول دي چې د موجوده د پاکستان تحریک انصاف حکومت د سېنېټ په انتخاباتو کې مرسته ونه کړي.

په پاکستان کې څلور ځلې د پوځي امرانو حکومتونه پاتې شوي دي خو په پاکستان کې په ووړمبي ځل د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې د پوځ په سیاسي کردار ښکاره نیوکې کيږي.

مخالفه ګوندونه وايي چې د پوځ په مرسته تحریک انصاف د کال2018 انتخابات په درغلو ګټلي دي او دوی د وزیراعظم عمران خان د پاره د سیلکټیډ يه خوښ کړی شوي وزیراعظم توری کاروي.