شاته

د جرمني محکمې د سوریې یو پخوانی چارواکی په بشریت ضد جنایت محکوم کړ

د جرمني یوې محکمې د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد د استخباراتو د ادارې یو پخوانی غړی د بندیانو شکنجه کولو ته د زمینې د برابرولو په تور په بشریت ضد جنایت محکوم کړی دی.

د جرمني د کوبلینز ښار محکمې د اسد د رژیم دغه پخوانی چارواکی اعیاد ال غریب په څلورنیم کاله بند محکوم کړی دی.

څارنوالانو هغه د یو واحد په غړیتوب ملامت کړی چې اعتراض کوونکي یې نیولي او یو توقیف ځای ته یې انتقال کړي چیرته چې دغه بندیان شکنجه شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې د سوریې څخه بهر یوه محکمه د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد د حکومت اړوند یو مامور د بشریت ضد جنایت په تور محکوموي.

دغه محکمه همداشان یو بل شخص هم محاکمه کوي چې په مستقیمه یې بشر ضد جنایتونه کړي دي. اټکل کیږي چې دغه بله محکمه به د سږکال تر پایه دوام وکړي.

څارنوالان ادعا کوي چې د جرمني په محکمه کې یې پر دغه شخص باندې د نړیوالو قضایي صلاحیتونو د اصولو له مخې د بشریت ضد جنایتونو دغه تورونه لګولي دي.