شاته

بین الافغاني مذاکرات؛ مذاکراتي ټېمونو دوحه کې خپلمنځي ناسته کړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ټېمونو تر اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا په قطر کې د خپلمنځي ناستو د پییلېدو خبر ورکړی دی.

دواړو لورو تیر ماښام فبروري۲۲ (کب څلورمه) په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې یاده ناسته د دواړو هیئتونو د مشرانو او ځینو غړیو ترمنځ په ښه فضاء کې تر سره شوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه ناسته کې د مذاکراتو پر دوام ټینګار وشو: "نن ماښام د بین الافغاني مذاکراتو دواړو هیئتونو د مشرانو او ځینو غړیو تر منځ په ښه فضا کې ناسته ترسره شوه."

په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم ویلي چې په یاده ناسته کې ټاکل شوو کاري ګروپونو ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړي.

د افغان سولې په اړه د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو د تیرې جنورۍ میاشتې پر ۹مه په دوحه کې پرانیستل شو، خو وروسته د د دواړو پلاو ترمنځ ناستې تر سره نه شوې.

افغان چارواکو ویل چې د دوی پلاوی مذاکراتو ته چمتو دی، خو طالب پلاوی یې د مذاکراتو په ځنډېدو تورن کړ.

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله تر دې مخکې ویلي و چې د طالبانو مذاکراتي پلاوی د سولې خبرو پر ځای په سیاسي سفرونو بوخت دی، خو طالبانو هغه مهال په دې اړه څه نه و ویلي.