شاته

په افغانستان کې د کرونا ضد واکسین پيل شو

یاد واکسین نن سې شنبه فبروري ۲۳(کب پنځمه) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پر یوې افغان خبریالې، افغان سرتیرو او یوې افغان ډاکترې تطبیق شو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کرونا ضد واکسین د تطبیق مراسمو کې وویل چې په افغانستان کې د کرونا ویروس خطر نه دی رفع شوی او په وینا یې نوې بڼه یې د خپرېدو په حال کې ده چې باید جدي ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه:"نن ورځ د افغانستان ټول ولس ته مبارکي وایم چې د کرونا ویروس ضد واکسین لومړۍ مرحله په ۵۰۰زره ډوزه سره پيلیږي. دا د روغتیا وزارت او ټول ولس لپاره یو امتحان دی."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هیواد کې په عادلانه ډول د کرونا ضد واکسین پر پلې کولو ټینګار وکړ.

د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح هم یادو مراسمو ته وویل چې باید د یاد واکسین په عادلانه تطبیق کې له دغه وزارت سره مرسته وشي.

د کروناویروس ضد واکسین چې نن په افغانستان کې پیل شو د روانې فبروري میاشتې پر ۷مه ۵۰۰زره ډوزه د هند حکومت لخوا په وړیا ډول افغانستان ته ورکړل شو.

روغتیا وزارت ویلي چې یاد ۵۰۰ زره ډوزه واکسین به ۲۵۰زره کسانو ته ولګول شي.

خو ولسمشر غني وویل چې ټولو وګړو ته د وکرونا ویروس ضد واکسین رسولو په هدف د نورو منابعو پیدا کولو په لټه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې څه باندې ۵۵زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۲زره تنه ورڅخه مړه شوي دي.