شاته

په تیرو شلو کالو کې د افغان مېرمنو لاس ته راوړنې څنګه خوندي وساتل شي؟ 

افغان مېرمنې وايي په افغانستان کې په2001 کې د طالبانو واک ختمیدو نه پس د نړيوالې ټولنې په مرسته افغان ښځو او جینکو د ژوند په هره برخه کې ډیری ګټې ترلاسه کړي دي.

فعالان وايي د مېرمنو دغه ګټې په خاصه توګه د تعلیم، صحت او په ټولنه کې د یو فعاله تن په حیثیت د خپل کردار لوبولو په اړه ډیرې مهمې دي.

افغانانې دغه ګټې او لاس ته راوړنې د طالبانو سره د امن خبرو په تړاؤ ډیرې نازکې ګڼي او وايي واضحه نه ده چې د افغان حکومت او د طالبانو افغان د سولې خبرو کې د دوی د حقونو د خوندي کولو خیال به وساتل شي او که نا؟

هم دغه پوښتنو ته د ممکنه ځوابونو او د افغانستان د بیا ودانۍ د څارنې امریکايي ادارې سیګار د افغان ښځو په حقله په تازه رپورټ د بحث دپاره په واشنګټن کې د بروکنګز انسټیټوټ نومې ادارې د انلاین غونډې انتظام کړی و.

افغان صدر اشرف غني د ګل، دوشنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو د انساني حقونو شورا ته وویل په هېواد کې یې د تشدد په ورستۍ لړۍ کې ښځي، نارینه، مدني فعالان او نور وګړې په هدف کیږي
افغان صدر اشرف غني د ګل، دوشنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو د انساني حقونو شورا ته وویل په هېواد کې یې د تشدد په ورستۍ لړۍ کې ښځي، نارینه، مدني فعالان او نور وګړې په هدف کیږي

په غونډه کې برخه اخیستونکو کې د سیګار د دفتر خصوصي انسپکټر جنرل جان ساپکو، د سیګار د جینډر پراجیکټ کارکونکې کیټ بیټمین، او د افغانستان نه په سماجي ټولنه کې د خلکو په خاصه توګه د ښځو او جینکو د حقونو دپاره کارکونکې پشتنه دراني هم شامله وه. جان ساپکو د خپلې ادارې د رپورټ د ځېنو اهمو ټکو ذکر هم وکړو.

د سیګار مشر جان ساپکو وینا وه چې په دغه رپورټ کې په افغانستان کې د ښځو د پرمختګ په لړ کې پینځه اړخونو ته کتنه شوي. هغه زیاته کړه د کال 2001 راپدېخوا د صحت، تعلیم، انصاف ته رسائي، او اقتصادي موقعو سره سره په سیاسي میدان کې هم افغان ښځو خپل ځای جوړ کړی. جان ساپکو وویل دا رپورټ په داسي وخت کې ځکه مهم دی چې د امریکه نوي صدر جو بائډن انتظامیه د پخواني صدر ټرمپ په وخت کې شوي د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ معاهدې ته بیا کتنه کوي.

ساپکو وویل ،،تاسو د خارجه سیکرټري بلنکن او د دفاع سیکرټري اسټن د منظورئ اورونی اوګورئ چې د امریکه د پالیسي جوړونکو او په خاصه توګه د کانګریس دپاره ددی د مهمتیا نه خبر شئ. چې د افغانستان په حقله د هري پوښتنې او خبرې جواب پدی زور راوړو چې د افغان ښځو او جینکو د حقونو تحفظ دي وکړی شي.،،

جان ساپکو ترمخه که څه هم په افغانستان کې په تېره یوه لسیزه کې د امریکا په مرسته د ښځو د پرمختګ ډیر کارونه شوي دي خو دا هم وموندل شو چې د څارنی او کتنی د نشتوالی په سبب د ډیرو پروګرامونو نه هیڅ نتیجې نه دي اخیستل شوي

جان ساپکو
جان ساپکو

هغه وویل د رپورټ جوړولو په وخت افغان ښځو ورته ویلي چې د امریکا او د نړيوالې ټولنې د کلک ملاتړ په سبب دوی په تولنه کې خپل ځای جوړولو کې کامیابه شوي. خو د ساپکو په وینا دی خبري نه سترګي نه دي پټول پکار چې لري پرتو علاقو کې افغان ښځې یوازي د طالبانو نه بلکې د جنګ سالارانو او د بدعنوانه حکومتي مشرانو د چیلنج سره هم مخ دي.

انسپکټر جنرل ساپکو وویل کال وړاندي د طالبانو سره شوي امن معاهده دهغه په نظر د انخلا معاهده ده چې پکې د انساني حقونو، د ښځو د حقونو، د ائین او دجمهوریت د تحفظ هیڅ وضاحت نشته.

د بروکېنګز انسټېټیوټ په غونډه کې، د سیګار د جینډر پراجیکټ کارکونکې کیټ بیټمین وویل په رپورټ کې ځیني سفارشات یا وړاندیزونه هم د امریکا د کانګرس او نورو حکومتي څانګو نه ورکړی شوي دي.

،، د ځیني افغان ښځو وینا وه چې په تیرو دوو کالو کې د امریکه لخوا د بین الافغاني خبرو په لړ کې ګډوډ پیغامونه وو چې دا ډیره مهمه خبره ده. او مونږ پدی رپورټ کې دا ویلي دي چې امریکه دي د امن خبرو په هره یوه مرحله کې د افغان ښځو د شمولیت مکمل ملاتړ وکړي. او دا شمولیت دي د خبرو د رسمي ځاي تر حده محدوده نه يي بلکه هره مرحله کې دي دوي شاملې يي.،،

په غونډه کې په دی هم خبره وشوه چې د یوی افغان ښځې په لار کې اول د خپل کور د طرف مشکلات نه وي او که چېري د کور د خلکو اجازت ورسره هم شي نو بیا ټولنه، مذهبي مشران او د بهر نور خلک ورته وخت به وخت د لارې خنډان جوړوي. هم په دی سبب میرمن بیټمین وویل چې د رپورټ په وړاندیزونو کې یو وړاندیز د ټولنې د خلکو په خاصه د نارینؤ او هلکانو کې هم د شعور د بیدارئ په لړ کې د پروګرامونو زیاتول دي.

په غونډه کې د افغانستان د یوې لرې پرتې علاقې نه پشتنه دراني هم میلمنه وه. پشتنه به خپله ټولنه کې د تعلیم په برخه کې کار کوي. په خپل وار پشتنې د نړیوالې ټولنې نه دا تپوس واکړو چې ولي دوي په افغانستان کې په جدا جدا څانګو کې د فنډونو ورکولو پس په کار د پرمختګ تپوس نه کوي؟ هغې د کندهار دمعروف وسلوالۍ مٍثال ورکړو چې هلته 43 د سکولونو ودانۍ دي خو یو استاز هم نه لري ددی باوجود چې د نارډک ملکونو نه هر کال ددی سکولونو دپاره فنډونه راځي. او استازان په کورونو کې ناست تنخاګانې اخلي.

فعالان وايي طالبانو د واک ختمیدو نه پس مېرمنو د تعلیم ترڅنګ په یو شمېر نورو برخو کې پرمختګ کړی
فعالان وايي طالبانو د واک ختمیدو نه پس مېرمنو د تعلیم ترڅنګ په یو شمېر نورو برخو کې پرمختګ کړی

د پشتنې وینا وه چې په افغانستان کې بدعنواني یا کرپشن هم د ښځو د پرمختګ لارې تړلې دي. او د کرپشن مخه نیولو دپاره د عالمي امدادي ادارو طریقه کې وس بدلون پکار دی چې په تیرو 20 کالو کې دغه طریقه دومره ګټه وره نده ثابته شوي. او هم پدی سبب د کابل نه بهر د ښځو په ژوند کې بدلون نه لیدل کیږي.

،،افغانستان کې ضرورت دی چې د ټولنې د تعلیم په خاصه د ښځو په تعلیم توجو ورکړی شي. نړیواله ټولنه او امریکه دي د ټولنې په بنیاد داسي پروګرامونه د خلکو دپاره شورو کي چې یوه بی تعلیمه ښځه هم د جامو جورولو او پخلی زدکولو نه علاوه د نړئ د نورو ښځو په شان د موجوده وخت د ضرورت سره سم کارونه زده کي. د افغانستان خلکو ته د غټو پراجیکټونو په ځای د داسي منصوبو ضرورت دی چې خلک پخپلو خپو ودریږي. او د افغانستان ښځو حقونو ته دي د پراجیکټ په نظر لیدل بند کړی شي.،،

د پشتنې په خبره هم پخپلو خپو ولاړ افغانان یو باثباته افغانستان جوړولی شي.

د سیګار انسپکټر جنرل جان ساپکو وویل امریکه ته پکار د او کولی شي چې د افغان ښځو لاس ته راوړنو د تحفظ دپاره دي د امن په خبرو کې د افغان ښځو د بامعني شمولیت دپاره خپله صلاحکاري جاري وساتي. او دا هم چې په راتلونکې کې هرقسمه معاهده کې ددوئ د حقونوتحفظ شامل يي.

،،ډیر په وضاحت دي د امریکه پالیسي جوړونکې په راتلونکې کې د هر یو افغان حکومت سره هر قسمه امریکنی امداد مشروط کړي. چې هاغه حکومت به د ښځو او د جینکو د حقونو تحفظ ته ژمن يي که په هغه حکومت کې طالبان يي او که نه. او دغه شان دي امریکه نورې عالمې ادارې هم واهسئ چې دغه شان ګامونه پورتا کې.،،

افغان مېرمنې په انتخاباتو کې شرکت کوي
افغان مېرمنې په انتخاباتو کې شرکت کوي

د سیګار د رپورټ مهمه موندنی

د سپورټ فار جینډر ایکویلیټي: لیسنز فرام د یوایس ایکسپیرینس ان افغانستان په نوم پدغه رپورټ کې موندل شوي چې،

صحت

په افغانستان کې په تیرو 20 کالو کې د ماشومانو د پیدا کیدو یا د حمل سره تړلې د نورو مسلو دلاسه د میندو د مرګ شرح کمه شوي. چې په یوه اندازه دغه کموالی د 19% نه تر 50% پورې دی. ددی سره د تربیه شوي دایانو شمیر هم د 2002 کال نه تر 2018 کال پورې د 467 نه تر 4000 زیات شوی.

تعلیم

رپورټ وايي، پدغه موده کې لږترلږه 3.5 ملینه جینکئ سکولونو ته تلل شورو شوي. چې که څه هم دا 9 ملینه سکول ته تلونکې د ماشومانو 40% جوړیږي او ډیره کمه شرح ده خو بیا هم د طالبانو د وخت په مقابله کې یو پرمختګ دی. او دا هم چې تر 2018 کال پورې لږترلږه 70,000 ښځې په سکولونو کې استازې وی. ددی سره سره په جینکو کې د لیک لوست شرح هم په 2005 کال کې د 20% نه په 2017 کال کې تر 39% ته لوړه شوي. رپورټ دا هم وائي، د 2006 کال راپدیښوا به افغال ټولنه کې هم د ښځو او جینکو د تعلیم په لړ کې ملاتړ زیات شوی.

سیاسي برخه

د سیګار رپورټ موندلي د افغانستان د ایني ترمیم په سبب چې امریکه او نورو امداد ورکونکو ېي ملاتړ کړی وو په پارلیماني سیټونو کې د ښځو برښه 27% واټاکل شوه. ددی نه علاوه په ولایتي او ضلعئ شوراګانو کې هم 25% سیټونه په قانونی توګه د ښځو دپاره دي. او دا هم چې په ټولینیزو ادارو کې هم 28% کارکونکې ښځې دي. رپورټ وايي په میډیا کې هم افغان ښځې د پخوا به مقابله کې وس زیات به ډاډا زړه کار کوي.

انصاف ته رسايي

د سیګار رپورټ ترمخه د 2005 کال نه تر 2019 کال پورې د ملک په پولیس محکمه کې د ښځو شمیر د 180 نه تر 3,650 ته زیات شوی. او د 2007 نه تر 2018 پورې د ښځو قاضیانو شمیره د 73 نه 261 ته زیاته شوي.

اقتصادي برخه

د سیګار رپورټ وايي په تیرو 20 کالو کې افغان ښځو په اقتصادي برښه کې هم ډیر پرمختګ کړی چې نن زیاتې ښځې خپل کاروبارونه کئ. په ښارونو کې د ښځو د نوکریانو کولو شرح هم د 2007 نه تر 2017 ترمنځ کې 27% نه تر 42% ته لوړه شوي. او په سرکاري نوکرو کې هم د پولیس او پوځ نه علاوه دغه شرح د 18% نه 25% ته زیاته شوي. چې دا پرمختګ د 2007 نه تر 2019 کلونو ترمنځ شوی.