شاته

د "غلام خان" په اړه د پاکستاني او افغان چارواکو متفاوتې څرګندونې

د خوست د سوداګرۍ او صنايعو د خونو رياست د خيبرپښتونخوا د حکومت هغه خبرې رد کړې چې ګنې «غلام خان بندر» د تجارت او عادي‌ تګ راتګ لپاره پرانېستل شوی دی.

د خيبرپښتونخوا حکومت ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د «غلام خان» لار دترانزیت او عامو خلکو پرمخ پرانېستله او له دې وروسته بار وړونکي موټر په اسانۍ به پر دغې لار تګ راتګ وکړای شي.

خود خوست د سوداګرۍ او صنايعو د خونو رئيس نواب اميرزي امريکاغږ سره په خبرو کې دا خبرې رد کړې.

نوموړي وویل چې د خيبرپښتونخوا د حکومت له لوري د ډيورنډ کرښې دې غاړې چارواکو سره اړيکه نه ده نيول شوې او هغوی که دا کار کړی وي،‌ دا به یو اړخیز وي.

هغه زیاته کړه: «د غلام خان د خلاصون په هکله چې وايي له دې لارې واردات او صادرات او د خلکو تګ راتګ پيل شو، د خوست د سوداګرۍ او صنايعو خونو رياست په جريان کې نه دی.»

د امریکا غږ ډیوې څانګې د راپور په اساس د خيبر پښتونخوا حکومت تېره ورځ‌ فبروري ۲۱ (کب۳) په خپل يو بیان کې ويلي چې له تورخم وروسته غلام خان له افغانستان سره د تجارت لپاره دويمه مهمه لاره ده او پرانیستل شوه.

خو نواب اميرزی وايي يو شمېر هغه تعهدات، چې شاوخوا یو کال مخکې د شمالي وزيرستان له حکومتي چارواکو سره پرې توافق شوی و، لا تر اوسه نه دي عملي شوي.

هغه وویل:«۱ـ افغاني موټر به تر بنو او پاکستاني موټر به تر خوسته راځي. ۲ـ د شنبې يا خالي په ورځ به خلکو ته په افغانۍ تذکره د تګ راتګ اجازه ورکوي. ۳ـ په ۴۵مه ورځ به د ترانزېت توافق امضاء کيږي.»

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان حکومتي چارواکو نه يواځې يادې ژمنې عملي نه کړې، بلکې له چرګانو او سيمنټو پرته يې نورو سوداګريزو مالونو ته په تېر يوه کال کې پر دغې لار د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې.

ترانزیتي محموله

شاوخوا يوه نيمه اونۍ مخکې يوه ترانزېتي محموله د غلام خان بندر له لارې افغانستان ته وارده او د حيرتان له لارې منځنۍ اسیا ته واستول شوه.

د خوست والي مهمند کټوازي دا لومړۍ ترانزېتي محموله بللې چې له دې لارې تېریږي او تاجکستان ته رسي.

خو د خوست ښار د دوکاندارانو او سوداګرو اتحاديې مشر حاجي جمال تڼی په دې اړه خوشبین نه دی.

هغه امریکا غږ ته وویل: «ترڅو چې دا لار د دواړو حکومتونو له لوري رسمي ترانزېت شوې نه وي، دلته قونسلګري پرانېستل شوې نه وي، دا يو ډول نمايش دی.»

هغه زياته کړه چې اوسمهال پاکستاني موټر که پلېټ ولري او يا يې ونه لري، تر پکتيا پورې ځي، خو افغاني پلېټ لرونکي باروړونکي موټر تر پېښوره تلی شي، مګر پاکستاني ځواکونه بې اسنادو موټرو ته د وراوښتو اجازه نه ورکوي.

افغان او پاکستاني حکومتي چارواکي او د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو یو شمېر سوداګر په دې باور دي چې د غلام خان لاره یوازې د خوست او شمالي وزيرستان او نږدې سيمو لپاره نه، بلکې د منځنۍ اسيا لپاره د مرکزي تجارتي دروازې حيثيت لري.