شاته

منظور پشتين وايي پي ټي اېم پارليماني پارټي نه جوړيږي

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي، پي ټي اېم پارلیماني پارټي نه جوړيږي غېر پارلیماني سياسي مزاحمتي تحریک دی، خو راپورونه وايي د پي ټي اېم مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او ځينې نورو کسانو د پي ټي اېم څخه د ګوند جوړولو پرېکړه کړې ده.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، "پي ټي اېم يو مزاحمتي سياسي غېر پارلیماني تحریک دی".

په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو د پي ټي اېم څخه د ګوند جوړېدو په اړه هغه وويل، "په کومو کسانو پورې چې دغه خبره تړل کیږي هغه خبره لا ښکاره مخې ته نه ده راغلې او نه مونږ اورېدلې ده او کله رسمي او کره خبره مخې ته راشي د هغې وروسته به دوی خپل ښکاره جواب ورکوي".

د دې پوښتنې چې پي ټي اېم پارلیماني پارټي نه جوړيږي؟ منظور پشتين وويل "پي ټي اېم پارلیماني پارټي نه جوړيږي"، هغه وويل ډېره موده شوې د پي ټي اېم د پارلیماني ګوند جوړولو په اړه کومې خبرې نه دي شوي.

د منظور پشتين نه وي او اې ډیوه پوښتنه کړې که په پي ټي اېم کې دننه څوک هم د ګوند د جوړولو اعلان وکړي؟ هغه وويل، "چې کله اعلان وشي هغه وخت به يې جواب اووايي".

د شهباز ورځپاڼې په وېب پاڼه او اېنډېپنډنټ اردو په وېپاڼه د خپرو شوو خبرونو ترمخه د محسن داوړ، د سپريم کورټ بار اېسوي اېشن مشر لطيف افريدي، افرسیاب خټک، بشری ګوهر او جميله ګيلاني ترمنځ ناسته شوې او د پي ټي اېم څخه د پارلیماني ګوند جوړولو پرېکړه يې کړې ده.

محسن داوړ وي او اې ډیوه سره په خبرو کې د ناستې تاييد وکړو چې پرون د دوی ناسته شوې او زياته يې کړه چې په ناسته کې په ملک کې په موجوده سياسي حالاتو بحث شوی سياسي او مشران ناست وو د دې نه سېوا نوره فېصله نه ده شوې.

خو د يادې ناستې څخه خبر سرچينې وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ويلي، چې د پي ټي اېم څخه د پارلیماني ګوند جوړېدو دپاره خبرې شوي او مخکې هم په دې اړه مشورې شوي دي.

سرچينې وويل په پرونۍ ناسته کې د ګوند جوړولو پرېکړه شوې خو لا د جوړ شوي يا جوړېدونکي ګوند دپاره نېټه نه ده ټاکل شوې چې کله به يې اعلان شي.

وي او اې ډيوه د سرچينې نه مالومه کړې چې ايا د پي ټي اېم څخه په پارليماني ګوند جوړولو منظور پشتين خبر دی؟ او هغه هم په دې صلاح دی؟، په ځواب کې ويل شوي د راتلونکي سياست دپاره او سياسي عمل دپاره خبرې روانې دي او کار روان دی چې کله ټول کار پوره شي رسمي اعلان به وشي.

پي ټي اېم په کال 2018م کې پېل شوی او د غورځنګ مشر منظور پشتين بيا بيا دا خبره تکرار کړې چې پي ټي اېم به پارلیماني سياست نه کوي خو د تېرې يوې مودې راهسې دا اوازې روانې دي چې د پي ټي اېم څخه پارلیماني ګوند جوړل کيږي خو منظور پشتين دغه اوازې ردوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​