شاته

هندوستان او چین په همالیه کې د لانجمنې علاقې نه د پوځونو انخلا سر ته ورسوله

هندوستان او چین د همالیه په غرنۍ سیمه کې د مشترکه سرحد سره نژدې د لانجمنې برخې نه د خپلو ځواکونو ته انخلا کار مکمل کړو.

دواړو ملکونو د زرګونو په تعداد ځواکونه د تېر کال د اپرېل د میاشت راهسې په دغه سیمه کې په بېړني حال کې پرځای کړي وو.

د دې میاشت په شروع کې د هندوستان او د چین پوځي مامورین د لانجمنۍ سیمې نه د ټېنکونو، توپخانو او د عسکرو په راوېستلو متفق شول.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د دواړو ملکونو کمانډرانو د خالي، شنبې، په ورځ ولیدل او د لانجمنې سیمې نه د عسکرو د انخلا په موضوع یې خبرې وکړې.

دواړو ملکونو په یو مشترکه خبري بیان کې وویل چې د پېنګ ګونګ جهیل علاقې نه د لومړي خط د عسکرو په ارامه ډول بېرته تګ د لاین اف اېکچول کنټرول په مغربي برخه د نورو مسلو د هوارولو دپاره لاره سمه وي.

د هندوستان د لداخ او د چین د اسکای په سیمه کې د دواړو ملکونو ترمنځ تاوتریخوالي د دواړو ملکونو ترمنځ د کړګېچ په لویه کچه د زیاتېدو ویره راپارولې وه.

تېر کال د می په میاشت کې د چین او هندي ځواکونو د لاس په لاس جنګ کې د هندوستان ۲۰ عسکر ووژل شوو. چین په جګړه کې د څلورو عسکرو د وژل کېدو تصدیق کړی.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي د همالیه په سیمه کې د چین او هندوستان ترمنځ په پوله چې په ځینو سیمو کې ډیره واضحه هم نه ده، عسکر لا اوس هم یو بل ته مخامخ پراته دي چې پکې د هاټ سپرنګز (تودې چېنې) ګوګره پوسټ او د ډېپسېنګ پلېنز یا مېدانونه شامل دي.

چین او هندوستان به کال ۱۹۶۲ کې په سیمه کې جنګېدلي دي. تېر کال د اپرېل په میاشت کې دواړو ملکونو په یو بل د یو بل په علاقه کې د در اندازۍ الزامات پورې کړل.