شاته

عوامي نيشنل ګوند د بې درکه کسانو مالومولو دپاره احتجاجي مظاهرې کړي

عوامي نيشنل ګوند ويلي په ملک کې د بې درکه کسانو خپلوان، خوېندې او ميندې خواريږي خو د تپوس يې څوک نشته.

عوامي نيشنل ګوند نن په 22 فرورۍ په ټول ملک کې د بې درکه کسانو د مالومولو دپاره احتجاجي مظاهرې اعلان کړې وې.

د ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان د چارسدې پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهرې ته په وېنا کې وويل، د عوامي نيشنل ګوند د بلوچستان وياند اسد خان اڅکزی د تيرو پينځو مياشتو نه بې درکه دی او رياست د هغه په راخوشي کولو کې پاتې راغلی دی.

هغه ويلي په پاکستان کې د مالوماتو ترمخه د شپږ زره نه زيات خلک بې درکه دي او یواځې د جنورۍ په مياشت کې 23 تنه بې درکه شوي دي.

اېمل ولي خان ويلي د پاکستان اساسي قانون دا حق ورکوي چې هر يو تن د ځان پرضد لږېدلو تورونو دفاع وکړي او په ازاده توګه يي اوريدنه وشي.

د نوموړي په وېنا د اسد اڅکزي بشمول دې ټول بې درکه تنان راخوشي کړی شي عدالتونو ته دې وړاندې کړی شي چې په کومو جرمونو کې ککړ دي د قانون سره سمه سزا دې ورته ورکړل شي او چې څوک بې ګناه دي باعزته دې خوشي کړی شي ګنې نو د عوامي نېشنل ګوند د کارکنانو لاس به بيا د مقدره قوتونو په ګريوانونو کې وي.

هغه غوښتي قوم ته دې سپيناوی وشي چې دا کومې طاقتوره ادارې دي چې د قانون سرغړونه کوي او عام وګړي بې درکه کوي.

اېمل ولي خان تور لګولی چې په رڼا ورځ د طاقتوره ادارو اهلکار په ساده جامو کې عام خلک اوچتوي، د خلکو د عزت نفس چقوي، نوموړي په عدالتونو هم ټکونه کړي چې د خلکو په مالومو کې پاتې راغلي دي.

په پاکستان کې د بې درکه کسانو دپاره حکومتي کمېشن جوړ شوی کوم چې هره میاشت خپل رپورټ شايع کوي او د ادارې د مالوماتو له مخې کمېشن ته تر اوسه پورې 8000 کېسونه وړاندې شوي چي 5000 پکې حل شوي دي خو د بې درکه کسانو خپلوان او فعال وايي په ملک کې د بې درکه کسانو شمېره څو چنده زياته ده.

په 15م جنورۍ د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري ويلي وو چې حکومت په زور بې درکه کول د جرم ګرځولو لپاره په راتلونکې میاشت کې قانوني مسوده پارلیمان ته وړاندې کوي چې په دې جرم کې ککړو تنانو ته سزا ورکول باوري شي.