شاته

د بدخشان د سرو زرو یو کان کې څلور کان ‌کیندونکي مړه شوي

د بدخشان سیمه ‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان د سپړلو پر مهال څلور کان‌ کیندونکي مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثنا‌ءالله روحاني نن دوشنبه فبروري ۲۲ (کب څلورمه) امریکا غږ ته وویل چې دا پېښه تېره ورځ د واورې او باران د ورښت له امله رامنځته شوې ده.

هغه وویل چې د ورښتونو له امله د کان یوه برخه غورځېدلې او کان ‌کیندونکو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

روحاني زیاته کړه: "تیره ورځ له غرمې وروسته د بدخشان ولایت په راغستان سیمه کې د کانونو یوه کارخانه چې د سرو زرو د وینځلو وه، د زیاتې واورې او باران د ورښت له امله راغورځېدلې چې په ترڅ کې یې څلور کسه مړه شوي او درې نور ټپیان دي."

د بدخشان د پولیسو ویاند وویل چې د راغستان ولسوالۍ امنیتي منسوبینو د پېښې ټپیان د سیمې روغتیايي مرکز ته بېولي او د مړو شویو کسانو جسدونه یې د هغوی کورنیو ته سپارلي دي. نوموړي د مړو شویو کسانو د هويت په اړه څه ونه ‌ویل.

د معلوماتو له مخې هرکال د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو د موندلو لپاره د کیندونو پر مهال د کانونو د راغورځېدلو له امله کان کیندونکو ته مرګ ‌ژوبله اوړي.

د بدخشان د پولیسو ویاند وویل چې د افغان حکومت له خوا د غیر قانوني کان ‌کیندنې د مخنیوي له امله د راغستان په هغو سیمو کې د سروزرو د کان کیندنې کېږي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

د راغستان ولسوالۍ د بدخشان له ناامنو سیمو څخه ده چې خلک په کې د سرو زرو د استخراج لپاره خپلسرې کیندنې کوي.