شاته

اشرف غني:د تاوتریخوالي وروستۍ څپه زموږ پر ټولنې سیستماتیکه حمله ده

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په هیواد کې د تاوتریخوالي وروستۍ څپه پر افغان ټولنې سیستماتیک برید دی.

ولسمشر غني چې نن دوشنبه فبروري ۲۲(کب څلورمه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۶ غونډې ته د ویډيويي کنفرانس له لارې وینا کې وویل چې په افغانستان کې پر ښځو، نارینه و، مدني فعالانو او د ټولنې پر نورو غړو هدفي بریدونه مخامخ ګوزار دی.

ولسمشر غني پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په افغانستان کې تر بل هر وخت د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د تاوتریخوالي د تازه پېښو په دوام تیره ورځ په کابل ښار کې د چسپکي ماین په چاودنه کې څلور تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.

پر همدې مهال د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش هم د تاوتریخوالي زیاتېدو ته په اشاره ویلي چې د بشري حقونو مسئله د سولې بهیر او طالبانو سره خبرو کې باید د یو اساسي اصل په توګه مطرح شي.

نوموړي دغه څرګدونې نن دوشنبه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې له مشرې فیونا فریز سره د لیدنې پرمهال کړي دي.

هغه ویلي که څه هم تر دا مهاله د طالبانو لخوا د بشري حقونو مسئلې ته کوم خاص احترام او ملاتړ نه احساسیږي خو زیاته کړې ده چې اړوند بنسټونه او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې پر طالبانو فشار راوړي.

تر دې مخکې بېلابېلو نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه د اندېښنې څرګندلو ترڅنګ په دغه هیواد کې هدفي بریدونو د مخنیوي غوښتنه کړې وه.

یوناما روانه میاشت پخپل راپور کې وویل چې د سولې د بین الافغاني خبرو له پيلېدو څخه بیا د جنورۍ میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې شپږ خبریالان او پنځه تنه بشري فعالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

تر دا مهاله د دغه هدفي بریدونو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.