شاته

کروناویروس؛ امریکا کې د مړو شمېر نیم میلیون ته نژدې شو

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کروناویروس له کبله د مړه شویو کسانو شمېر ۵۰۰زرو ته نژدې شوی دی.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د دوشنبې په سهار فبروري ۲۲ (کب۴) معلومات خپاره کړي دي چې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر څه باندې ۲.۴۷ میلیون دی.

دا مهال په نړۍ کې ۱۱۱.۵ میلیون انسانان په دغه ویروس اخته شوي دي او تر دې دمه نژدې ۲.۵ میلیون نور مړه شوي دي.

امریکا په نړۍ کې لومړی هېواد دی چې د کرونا له کبله په کې ډېر کسان مړه شوي او اخته شوي دي.

دا مهال هره ورځ په امریکا کې شاوخوا ۱۰۰زره د کرونا مثبتې پېښې ثبت کیږي او ډاکټران سپارښتنه کوي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید طبي لارښوونې جدي وګڼل شي.

جوبایډن واک ته له رسېدو وروسته په خپل ۱۰۰ ورځني پلان کې له کروناسره مبارزه تر ټولو مهمه ګڼلې وه او ویلي دي چې په دغې مودې کې به ۱۰۰ میلیون کسانو ته د کرونا واکسین کوي.

په تېرو څو ورځو د امریکا په ځینو ایالتونو کې سختو واورو او بارانونو د کروناویروس د واکسین د انتقال بهیر ټکنی کړی دی، خو چارواکي وايي چې ټولو سیمو ته به واکسین رسوي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ایالت کې خپور شو.