شاته

افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو یو بل زندان مات کړی

په هلمند ولایت کې امیتي چارواکي وایي، چې تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې د طالب وسله والو د نفوذ په ساحه کې د وسله والو له زندان څخه شپږ بندیان ازاد کړي دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان برید جنرال ولي محمد احمد زي امریکاغږ ته وويل چې دغه عملیات تیره شپه په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.

جنرال احمدزي وویل " د وسله والو طالبانو د نفوذ په سیمه کې دغه زندان وو چې شپږ تنه بندیان په کښې ساتل کیدل، تیره شپه زموږ کمانډو ځواکونو ورباندې عملیات وکړل او شپږ واړه بندیان يې روغ رمټ را خوشې کړل په عملیاتو کې د بندیانو ساتونکي پنځه وسله وال هم وژل شوي".

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان وویل، چې افغان ځواکونه هڅه کوي چې د وسله والو پر هغو زندانوهم عملیات وکړي چي د شمالي هلمند په ځینو نورو ولسوالیو کې يې جوړ کړي دي.

د هلمند د امنیتي چارواکو د وینا له مخې را خوشې شوي بندیانو کې افغان امنیتي ځواکونو سرتیري او ولسي وګړي شامل دي .

دغه راز د نن سهار راهیسې د لښکرګاه ښار په بولان سیمه کې د امنیتي سرتیرو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو یو ځل سختې جګړې شوي، خو امنیتي چارواکي وايي چې اوس په دغه سیمه کې جګړه ارامه شوېده.

د هلمند د والي امنیتي سلاکار توریالي همت امریکاغږ ته وويل چې تیره شپه ۸ بجې د لښکرګاه ښار د دریمي حوزې د بولان په سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې په دغه سيمه کې یو طالب قومندان ناظم د خپلو څوارلسو وسلوالو سره ووژل شوی دی.

هغه وویل، چې افغان ځواکونو تیره شپه د نهرسراج ولسوالۍ سيدانو سيمه کې د هوايي بريد پرمهال لس تنه وسلوال وژل شوي، چې د بصير، حاجي مومن او همکار په نومونو درې تنه طالب سرګروپان هم پکې شامل دي .

د لښکرګاه ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې هم د افغان ځواکونو د قهر میوند په نوم پوځي عملیات لاهم دوام لري .

د ۲۱۵ میوند قوال اوردو قومندان جنرال احمدزی وايي چې افغان ځواکونو تردریو کلیو میترو څخه له زیاتې سیمې وسله وال طالبان ایستلي او دا سیمه یې په خپل کنټرول کې راوستې ده .

جنرال احمدزي وویل، چې د بې ټو ون په سیمه کې د امنیتي کمبر بند ساحه پراخه شوې او د افغان ځواکونو د عملیاتو په پايله کې وسله وال له دې سیمې هم وتلي دي.

وسله والو طالبانو د هلمند د تازه نښتو او په دغه ولایت کې د شپږ بندیانو د خوشې کیدو په باب د افغان امنیتي ځواکونو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

دبلې خوا طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې طالب وسله والو د هلمند د ګرشک د ولسوالۍ د ترابي هوټل په سیمه کې د افغان ځواکونو یوه پوسته نیولې چې د دغې پوستې د نیولو په جګړه کې نهه افغان سرتیري هم وژل شوي دي.

همداشان طالبانو د سنګین په ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو د یو موټر د ویجاړولو ادعا کړې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي