شاته

عراق: د موصل په نیولو کې د ترکیې مرسته نه غواړو

د عراق صدراعظم د ترکیې هغه غوښتنه رد کړه چې وايي د موصل په نیولو کې دې ترکیه هم برخه واخلي.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د شنبې په ورځ وویل چې د موصل په نیولو کې د ترکیې مرستې ته ضرورت نه شته.

صدراعظم عبادي د امریکا د دفاع د وزیر سره د شنبې په ورځ په بغداد کې ملاقات وکړ. د ملاقات نه وروسته، عبادي وویل:

«د موصل لپاره جګړه د عراق جګړه ده. د جنګ پلان عراق جوړوي او عملي کوي یې. زه پوهیږم چې ترکان غواړي چې [د موصل په بیرته نیولو کې] برخه واخلي. موږ ورنه مننه کوو. عراق به پخپله دغه کار وکړي او موصل او د عراق نورې سیمې به آزادي کړي.»

د سې شنبې په ورځ د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردغان وویل چې ترکیه غواړي چې د موصل په نیولو کې ونډه ولري.

اردغان خبرداری ورکړی چې د ترکیې قوتونه چې موصل ته نږدې ځای پرځای دی د عراقي حکومت نه به هدایت وانخلي.

د امریکا د دفاع وزیر بیا په خپلو خبرو کې چې د شنبې په ورځ یې خبریالانو ته په بغداد کې وکړي وویل چې د موصل په نیولو کې د ترکیې د رول په اړه خبرې کول مشکل کار دی.

هغه ټینګار وکړ چې دا د عراق د ملي حاکمیت خبره ده چې د اسلامي حکومت ډلې خلاف عملیات څنګه رهبري کړي.

بل پلو ته، عراقي قواوو د داعش څخه موصل ته نږدې د عیسویانو یو سیمه نیولې ده. دغه سیمه چې د موصل په ۲۰ کیلومترۍ کې پرته ده د ۲۰۱۴ کال راهیسې د داعش په لاس کې وه.

عراقي قواوو د دوشنبې په ورځ د داعش نه د موصل د نیولو لپاره عملیات پيل کړل. پرون د امریکا د دفاع وزیر اش کارټر په بغداد کې د عراق د صدراعظم سره وکتل او د موصل د نیولو د عملیاتو جاج یې واخیست.