BBC
 شاته

د کورنيو چارو وزارت وايي، غزني کې د طالبانو مهم قومندان وژل شوی

Image copyright f

د افغانستان کورنيو چارو وزارت وايي د وسله والو طالبانو يو مهم قومندان په غزني ولايت کې وژل شوی دی.

ياد شوي وزارت پر خپله وېبپاڼه د دغه قومندان نوم "ميرزا" چې په "حمزه" مشهور دی ښودلی چې په وينا يې د قره باغ په سيمه کې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال وژل شوی دی.

د غزني د والي وياند جاويد سالنګي بي بي سي ته ويلي، دغه قومندان په قره باغ ولسوالۍ کې په ورانکارو چارو کې ښکېل و.

ښاغلی سالنګی وايي، په دغه نښته کې دوه نور طالبان وژل شوي او درې تنه يې ټپيان شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې، د غزني د پوليسو مشر جنرال امين الله امرخېل ويلي، چې طالبانو د غزنې ښار په څنډو کې د "قلعه قدم" سيمې د مخابراتي شرکت ستنې ته اور اچولی دی.

د ښاغلي امرخېل په وينا طالبانو د دغه شرکت د ستنې دوه ساتونکي هم له ځانه سره بېولي دي چې په اړه تراوسه معلومات نشته.