شاته

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درېمه یوه ورځنۍ لوبه پیل شوې

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درېمه یوه ورځنۍ لوبه نن سه شنبه جنوري ۲۶ (سلواغه۷) په اماراتو کې پیل شوه.

د لوبې پچه ایرلنډ وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپ اچونې پرېکړه کړې.

افغانستان په بیټنګ کې لومړی تېزه لوبه پیل کړه، د رحمت او حشمت مهمو لوبغاړو په شمول یې څلور ویکټې له لاسه ورکړي دي.

له افغانستان پلوه اوس ګلبدین نایب او اصغر افغان بیټنګ ته ولاړ دي او په ۲۹ اورونو کې یې ۱۳۴ منډې جوړې کړي دي.

افغانستان د دغو درې لوبو سریس پر تېرو دوه لوبو ګټلی دی.

د روانې لوبې نور جزیات وروسته خپریږي.