شاته

د پاکستان اپوزېشن ګوندونو د کریمه بلوڅ د مړي په ٫٫ بې احترامۍ٬٬ نیوکې کړي

نصرالله خان:

د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼه ډان وايي د پاکستان په سېنت کې د مخالفه ګوندونو سېنټرانو د کریمه بلوڅ د مړي د ٫٫ بې احترامۍ٬٬ په رپورټونو اندېښنې څرګند کړي او په امنیتي ګامونو یې سختې نیوکې کړي.

د بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل ډلې سېنېټر ډاکټر جهانزیب جمالدیني تور لګولی، امنیتي ادارو د کریمه بلوڅ مړی د اېرپورټ نه تښتولی وو او څوک یې هم ورسره پلرني کلي ته نه پرېښودل.

د دغې په ځواب کې د بلوچستان عوامي ګوند سېنېټر انوار الحق کاکړ ویلي، د کریمه بلوچ مړی نه وو تښتول شوی خو پولیسو د څه قسمه ناوړه پېښې نه د بچ کیدو لپاره مړی په خپل تحویل کې اخیستی وو.

د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د ګارډین اخبار د رپورټ په اساس لیکلي، د اتوار یا یکشنبې په ورځ چې کله د کریمه بلوچ مړی د کینېډا نه پاکستان ته ورسیدو، نو د خاندان د اجازت بغیر د پاکستان امنیتی چارواکو د هغې مړی د کراچۍ ایرپورټ نه بلوچستان ته ورسوو.

ډان ورځپاڼه لیکي چې د ګل/ دوشنبې په ورځ په سېنټ کې په دغه رپورټونو بحث شوی او د مخالفه ګوندونو سېنټرانو پرې سختې نیوکې او د امنیتي چارواکو دغه ګام غندلی.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ تر مخه سېنېټر جمالدیني ویلي ٫٫ هر چا غوښتل چې د کریمه بلوچ په جنازه کې ګډون وکړي خو په مکران کې کرفیو/ ګرځبندیز پر ځای کړی شوی وو او موبائيل او انټرنیټ هم تړل شوي وو.٬٬

یاد سېنېټر پوښتنه کړې د پاکستان ځواکونه د مړي نه دومره ویره ولې لري؟. ښاغلي جمالدیني په پاکستاني مطبوعاتو هم نیوکې کړي چې په دغې اړه په میډیا کې هیڅ هم نه دي ویل شوي.

نوموړي زیاته کړې، په ګرد بلوچستان کې د کریمه بلوچ غاېبانه جنازې شوي او تور یې لګولی چې د کریمه بلوچ مور هم د خپلې لور مړي لیدو ته نه ده پرېښودل شوې او نه څوک د جنازې سره هدیرې ته پرېښودل شوي.

د بلوچستان عوامي ګوند سېنېټر انوار الحق کاکړ په سېنټ کې د وینا په وخت ویلي، د کریمه بلوچ مړی نه وو تښتول شوی خو پولیسو د څه قسمه ناوړه پېښې نه د بچ کیدو لپاره د هغې مړی په خپل تحویل کې اخیستې وو.

د پاکستان تحریک انصاف سېنټر فدا محمد خان په دغه مهال ادعا کړې چې د کریمه بلوچ مړی د سیاست لپاره د کراچۍ لیاري سیمه ته وړل کیدو او غوښتنه یې کړې چې په مړي دې د سیاست نه دې ډډه وشي.‌

د بحث په وخت جهانزیب جمالدیني په مکران کې د امنیتي ځواکونو لخوا د صوبايي حکومت د اجازې بغیر په کرفیو/ ګرځبندیز لګولو پوښتنې کړي چې ایا دا انصاف دی؟ ایا د بشری حقونو سرغړوړنه نه ده؟ نوموړي وویلي، د کریمه مړی مکران قبضه کولو یا فتح کولو له نه وو راغلي دوی د هغې د مړي سپکاوي کړی. جمالدیني وړاندی ویلي داسې ګامونو سره به د خلکو کرکه نوره هم زیاته شي.‌

د پیپلز پارتۍ سېنټری رخسانه زبیري په دغه مهال ویلي، سېنټر جمالدیني ریښتیا وایي او مونږ د هغې سره متففق یو.

۳۷ کلنه کريمه بلوڅ په کینېډا کې سیاسي پناه اخیسي وه او هلته یې د کډوالې ژوند کولو. کریمه د سمبر په ۲۰مهنېټه د کینېډا په ټورېنټو ښار کې لادرکه شوی وه او يوه ورځ وروسته یې مړیموندل شوی وو. د کېنېډا پولیسو د کریمه بلوچ د مړي په حقله ویلي وو، د هغې په مرګ کې کوم مجرمانه اړخ نه دی شامل.