شاته

ملګري ملتونه: عمله دې د پي آی اې د سفر نه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي

‌‌ملګرو ملتونو خپلې عملې ته خبرداری ورکړی په پاکستان کې د پي آی اې سره د هېواد دننه رجسټر‌‌‌‌‌‌ډ شوي يو شمېر نورو کمپنيانو د پروازونو نه دې ځکه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي چې د پاکستاني هوابازانو د جعلي لايسنسونو په اړه انديښنې موجودې دي.
په يو ليکلي پيغام کې چې پاکستانۍ مېډيا رپورټ کړې د مخه د ملګرو ملتونو د امنيت د چلولو څانګې ويلي چې د هوابازانو د جعلي لايسنسونو په اړه د يوې پلټنې په ترڅ کې “دا د پاکستان دننه رجسټر‌‌‌‌‌‌ډ جهازونو کې د سفر نه کولو احتياطي مشوره ده”. دا معلومه نه ده خبرداری کله ورکړل شوی.
پاکستان تېر کال په جون کې اعلان کړی و چې خپل 262 هوابازان په دې نيت د پروازونو کښته کوي چې د پايلټانو لايسنسونه شکمن دي او امتحانونه يې په جعلي طريقه ورکړي.
دا پلټنې په کراچۍ کې د پي آی اې د مسافر طيارې د رالوېدلو وروستو پيل شوې چې په حادثه کې 97 خلک مړه شول.
د ملګرو ملتونو د خبرداري مقصد دا دی چې د يو اېن عمله چې په ياد هېواد کې کار کوي په ملک کې دننه د سفر د پاره يو شمېر ځايي پروازونه نه شي استعمالولی.
د مېډيا له مخه په خبرداري کې 14 کمپنيانې چې پي آی اې، اير ايګل، اير انډس، اير بلو، اير کرافټ سيلز اېنډ سروسز، عسکري ايوي ايشن، هاک اېډوېنچر اير، هايبېډ ايوي ايشن، اي ای ايم سي ايرلاين، ميزاب ايوي ايشن، ريان اير، سېرين اير، سټار اير او پکې دي د سفر نه د ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډې کولو مشوره ورکړل شوې ده.
عملې ته ويل شوي کولی شي په پاکستان کې دننه د سفر د پاره د تاجکستان رجسټر‌‌‌‌‌‌ډ سومن اير، د افغانستان کام اير او د ازبکستان ايرويز د پروازونو استفاده کولی شي.
په تېرو لسو کالو کې په پاکستان کې د پاکستان رجسټر‌‌‌‌‌‌ډ کمپنيانو څلور جهازونه راپرېوتلي چې پکې 450 مسافر مړه شوي دي.
پي آی اې برطانيه او د يورپ ګڼ شمېر ملکونو ته د پايلټانو د جعلي لايسنسونو په سوب پروازونه نه شي کولی چې د څېړونکو تر مخه ياده اداره يې دومره ځپلې چې نه يواځې په سلګونو ملازمين يې د مالي ستونزو د سوبه د کار نه شړلي بلکې په نزدې ورځو کې مليشيا د پي آی اې يو جهاز په کواللمپور کې په هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر ايسار کړو ځکه چې پاکستان اينټرنيشنل ايرلاين په کرايه د اخستل شوي جهاز قسطونه نه دي ورکړي.
تېر کال په می کې چې کله د پي آی اې جهاز په کراچۍ کې راوغورځيد نو د هوابازۍ د هغه وخت وزير غلام سرور خان پارلمان ته ويلي وو چې ياده حادثه د انساني تېروتنې نتيجه ده ځکه چې هواباز د ورکړل شوو اصولو او هدايت په منلو کې پاتې راغلی و.