شاته

صدر غني: د کابل او واشنګټن ترمنځ تعلقاتو کې یو نوی فصل پرانېستل شوی

افغان صدر محمد اشرف غني په امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ د نوي انتظامیې راتلو ته خوشبینه دی او وایي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ تعلقاتو کې یو نوی فصل پرانېستل شوی دی.

صدر غني د ګل/دوشنبې په ورځ خپلې کابینې ته په وینا کې ویلي چې اوس به د امریکا او افغانستان ترمنځ تعلقات، د حکومتونو ترمنځ د تعلقاتو په کچه وي.

یاده دې وي چې تېره د جمعې په ورځ د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک اوسېلوان هم د خپل افغان سیال حمدالله محب سره ټلیفوني خبرې کړې وې او ډاډ یې ورکړی و چې امریکا به په افغانستان کې د نظام ملاتړی پاته شي او بل دا چې په دوحه کې د طالبانو سره چې د ټرمپ انتظامیې کوم تړون لاسلیک کړی، په هغه به بیا کتنه کیږي.

افغان ولسمشر اشرف غني هم خپلې کابینې ته په وینا کې دا خبره یاده کړې او ټینګار یې کړی چې امریکا به د دوحې لوظنامې ته بیا کتنه کوي او د هغې نه پس به د کابل سره مشوره کوي چې د سولې آینده پلان څنګه جوړ کړي.

یاده دې وي چې طالبان د دوحې تړون په عملي کېدو ټینګار لري او د امریکا د نوې انتظامیې نه یې هم غوښتي چې دوحې تړون ته دې ژمن پاته شي. مګر په طالبانو دا تورونه دي چې دوی په افغانستان کې تشدد ندی کم کړی، هدفي وژنې یې زیاتې کړي، او بل دا تور هم شته چې طالبانو له القاعده سره خپلې اړیکې ندي ختمې کړې.

بل اړخ ته که څه هم طالبانو د دوحې د لوظنامې پر اساس، بین الافغاني مذاکراتو ته حاضر شوي، مګر په دې مذاکراتو کې کوم ګټور پرمختګ ندی شوی. د دې نه علاوه، حکومت چې د مذاکراتو نه مخکې څه باندې پنځه زره طالب قیدیان له جېلونو خوشې کړي و، د هغو د جملې نه، د افغان چارواکو په وینا، ګڼ شمېر یې د طالبانو د وعدو خلاف بېرته جنګ کې شامل شوي او حکومت د هماغو له ډلې نه تر اوسه څه باندې شپږ سوه تنه یې بېرته نیولي دي.