شاته

د فرورۍ میاشتې نه به غریبو کورنیو ته مالي مرستې ورکول پېل کړی شي: د وزیراعظم سلاکاره

پاکستان کې د غربت د خاتمې لپاره د وزیر اعظم سلاکاره او د احساس پروګرام مشره ثانیه نشتر ویلي د روان کال فرورۍ د میاشتې څخه به ټول پاکستان کې غریبو کورنیو ته د میاشتې په حساب پېسې ورکول پېل کړی شي خو دا تفصیل یې نه دی ویلی چې هرې کورنۍ ته به څومره پېسې ورکړی کېږي.

د ګل - دوشنبې په ورځ مردان کې د ښځو پوهنتون کې یوې دستورې ته خپلې وېنا کې ثانیه نشتر وویل چې حکومت دا وخت پاکسنان کې د غریبو کورنیو لپاره په یوې سروۍ کار کوي چې د روان کال 2021 د جون میاشتې پورې به سرته ورسي.

د احساس پروګرام مشرې ویلي چې په دې لړ کې په خېبر پښتونخوا کې 45 فیصده او په ټول هېواد کې 65 فیصده سروۍ مکمل شوې ده.

هغې وویل چې تراوسه چې د نوې سروۍ لاندې د کومو غریبو کورنیو شمېرې مکمل شوي دي هغوي به د فرورۍ د میاشتې نه پېسې ورکولو عمل پېل شي.

مردان کې یو دیاړي مار ا حمدعلي وي او اې ډیوه ته وویل چې د احساس پروګرام د لاندې د حکومت مالي مرستو پروګرام لپاره یې څو وارې متعلقه دفتر کې خواستونه جمع کړي خو تر اوسه ورته مالي مرستې نه دي ورکړی شوې. باېد حکومت مستحکه خلکو د پاره د مرستو لارې چارې اسانه کړي.

هغه وايي مالي حالت یې ډېر پرېوتې دی، مزدورۍ نشته، د کرایې په کور کې په ۷۰۰۰ روپۍ میاشت وسي خو اوس یې ددغې ورکولو توان هم ختم شوی دی.

د احساس پروګرام مشره ثانیه نشتر وايي چې د مېرټ پوره خیال ساتلی کېږي ړا پروګرام د سیاسي مداخلت او خپلولۍ نه پاک ساتلی شوې او تېر کال ددې پروګرام د لارې 904 اربه روپۍ غریبو کورنیو ته ورکړی شوي دي.

د وزیر اعظم سلاکارې وویل چې د مالي مرستو د لاندې د احساس نشوونما، احساس پرائمري وظائف کفالت پروګرام، احساس بلاسود قرضې ، احساس امدن، احساس ګرېجوېټ سکالرشپ او د خصوصي خلکو لپاره د وظیفو ورکولو لپاره پوره پلان ترتیب شوی چې د فرورۍ د میاشتې نه به پرې عمل پېل شي.