شاته

د طالبانو د قطر دفتر درې کسیز پلاوی اسلام‌آباد ته تللی

د طالبانو یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ سره په خبرو کې اسلام اباد ته ددغې ډلې د قطر د سیاسي دفتر د یو درې کسیز پلاوي ورتګ تائید کړی، خو ویلي دي چې پاکستاني چارواکو سره د سولې په مسله خبرې ددغه پلاوي په اجندا کې نشته دی.

د دغې سرچینې د معلوماتو له مخې د طالبانو د قطر د دفتر یو درې کسیز پلاوی چې مولوی شهاب الدین دلاور، مولوی جان محمد مدني او ملا عبدالسلام په کې شامل دي له دوحه څخه اسلام اباد ته رسیدلي دي.

د طالبانو دغې سرچینې ویلي چې اسلام اباد ته د دغې ډلې د پلاوي د سفر هدف په دغه هیواد کې د طالبانو د دوو لوړپوړو چارواکو ملا صمد ثاني او ملا احمدالله ناني د نیولو په سر خبرې او هم په پاکستان کې د میشتو افغان مهاجرینو د ستونزو په سر خبرې شاملي دي.

همداشان دغې سرچینې دا هم وویل، چې په پاکستان کې طالبانو د مدرسو مسله هم ددغه پلاوی په اجندا کې شامله ده او پرې به د پاکستاني چارواکو سر خبرې وشي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر او د افغانستان د جمهوررئیس ځانګړي استازي حضرت عمر زاخیلوال هم امریکا غږ ته ویلي چې دی اسلام اباد ته د طالبانو د درې کسیز پلاوي په سفر خبر دی.

تراوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي د سفر په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خو په پاکستان کې یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته د طالبانو د دغو دوو چارواکو نیول تائید کړي دي.

اسلام اباد ته د طالبانو دا درې کسیز پلاوی په داسې حال کې سفر کړی چې د تیرې یوې اونۍ راهیسې په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو په باب رپوټونه ورکړل شوي دي.

که څه هم افغان حکومت یوې سرچینې د طالبانو سره تماسونه تائید کړي، خو طالبانو بیا په قطر کې د افغان حکومت استازو سره لیده کاته په کلکه رد کړي دي.

اوړمه ورځ د افغانستان جمهوري ریاست امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب سره د سولې د هوکړې د لاسلیک وروسته د طالبانو د کویټې شورا ځینو غړو افغان حکومت سره سولې خبرو ته لیوالتیا ښودلې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وویل، چې د طالبانو کومو لوړپوړو چارواکو چې افغان حکومت سره اړیکې نیولي، هغوی غواړي چې د بین الافغاني خبرو په چوکاټ کې د سولې بهیر سره یوځای شي.

که څه هم د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال د دغو چارواکو د نومونو او شمیر په اړه د معلومات د ورکولو ډډه وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې د طالبانو په مشرتابه کې ځني شخصیتونه سولې بهیر سره یوځای کیدو ته لیوالتیا ښودلې ده.

طالبانو دا رپوټونه په کلکه رد کړي او ویلي دي چې د سولې د خبرو په تړاو د دغې ډلې په دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې ویلي "موږ د لیدو کتو او خبرو دا ډول راپورونه ردوو، داسلامي امارت استازو نه له معصوم ستانکزي اونه هم د کابل ادارې له کوم بل چارواکي سره لیدلي، د مذاکراتو په اړه د اسلامي امارت په موقف کې کوم تغیر ندی راغلی، په دې اړه زموږ پالیسي ډيره روښانه ده".

د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او ملي امنیت د چارو سلاکار سرتاج غزیز د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې یو کنفرانس ته په وینا کې وویل چې طالبان افغان حکومت سره خبرو ته لیواله دي.

ښاغلي سرتاج عزیز وویل "ټولو وسله والو ته د پاکستان پیغام لوړ او ډیر څرګند دی، چې هیڅوک په خپل سر افغانستان نه شي نیولی او سولې ته رسیدل د خبرو له لارې ممکن دي".

د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او ملي امنیت د چارو سلاکار دا هم وویل، په وروستیو کلونو کې افغانستان بدل شوی او د دې هیواد اکثریت خلک بیرته تیر وخت ته تلل نه غواړي.