شاته

بایډن د خپل کار په لومړۍ ورځ د کورونا پرضد چټک ګامونه اخیستې دي

واشنګټن – د امریکا ولسمشر جو بایډن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د کورونا وبا پرضد چټک ګامونه پورته کړي دي او لس فرمانونه یې لاسلیک کړي، چې د واکسین او طبي وسایلو تولید زیات کړي‌ او هڅه وکړي ښونځي او کاروبارونه په خوندي توګه بېرته پرانېستل شي.

بایډن د کورونا ټېسټونو کې د پام وړ زیاتوالی راولي او په ورته وخت کې هڅه کوي،‌ په راتلونکې میاشت کې په ټول هېواد کې د واکسین ورکولو لپاره سل مرکزونه پرانیزي.

شپاړس میلیونو امریکایانو ته تر اوسه واکسین ورکړل شوی چې د ټرمپ د ادارې لخوا له ټاکل شوي هدف یعنې تر ډیسمبر میاشتې پورې له شلو میلوینو څخه څو میلیونه کم دی.

سپینه ماڼۍ وايي، د بایډن فرمانونه به له کانګرس څخه د ۱.۹ ټریلینه ډالرو د غوښتل شوې مرستې له تصویب سره نور هم ځواکمن شي‌ ځکه له دې مرستې سره به "کارګر خوندي او روغ وساتل شي، زیات امریکایان به بېرته کارونو ته وګرځي او بلاخره به د وایرس خپرېدل کم شي."

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، د کورونا وبا تر اوسه پورې له ۴۰۶۰۰۰ څخه زیات امریکایان مړه کړي او تر ۲۴.۴ میلیونو زیات یې اخته کړي دی.

په سپینه ماڼې کې له کورونا سره د غبرګون د څانګې چارواکي جیف زېنتس وویل، "مونږ له متوسطو امریکایانو غواړو چې دوی خپله ونډه پوره کړي." او زیاته یې کړه چې د کورونا ماتول د هېواد په کچه د ملي هڅو همغږي غواړي."

د بایډن چارواکي وايي، د ټرمپ د ادارې لخوا د انتقال پر مهال د همکارۍ د نه شتون له امله د واکسین د وېشلو په برخه کې د هغوی په پلان باندې پوه نه کړل.

خو د روغتیا تلونکي وزیر الیکس ازار ددې میاشتې په سر کې د انتقال په بهیر کې د خپلې ادارې له پلان څخه دفاع وکړه او وویل، دوی د نومبر له وروستیو راهیسې د بایډن له انتقالي ډلې سره تر ۳۰۰ زیاتې لیدنې کړې دي.

په ورته وخت کې ایالتي حکومتونو شکایت کړی چې که څه هم د مرکزي حکومت لخوا د واکسین اخېستونکو خلکو کټاګورۍ زیاتې شوي خو بیا هم دوی ته د واکسین کافي ډوزنه نه رسېږي.

بایډن د پرانېستې په وینا کې په کورونا کې د مړو شویو کسانو په غم تر یو لنډې وقفې وروسته وویل، "مونږ ښايي د وایرس تر ټولو سخت او مرګوني پړاو ته داخل شو."

د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرګز تګلاره:

سپینه ماڼۍ وايي، له راتلونکې میاشتې څخه به د ناروغیو د کنټرول او مخینوي ادارو لخوا داسې یو حکومتي پروګرام پیل شي چې په ترڅ کې ب یې واکسینونه سیمیزو فارمسیو یا درملتونونو ته ورکړل شي‌.

تر اوسه پورې زیاتره واکسین په حکومتي سیمیزو مرکزونو او نرسنګ هومونو کې زړو خلکو ته ورکول کېږي.

د بایډن هڅې چې مرکزي حکومت به د وایرس په وړاندې جګړه کې ستر رول لوبوي له ټرمپ سره توپیر لري ځکه هغه مهال به هر ایالت کې د ښونځیو او کاروبارونو د پرانېستلو او ماسکونو د تړلو په اړه جلا جلا پرېکړې کېدلې.

سپینه ماڼۍ وايي، بایډن به د امریکا د پوهنې او روغتیا وزارتونو ته امر وکړي، چې "د ښونځیو، وړکتونونو او د لوړو زده کړو ادارو ته د بیا پرانېستلو او کار کولو په برخه کې لارښونې برابرې کړي."

مسافر باید هرو مرو ماسک وتړي:

د مسافرو د خوندیتوب لپاره بایډن پلان لري چې په هوايي ډګرونو، ځانګړو ټرانسپورټي وسیلو لکه زیاترو اورګاډو، الوتکو او کښتیو او بسونو کې د ماسکونو تړل لازمي کړي.

د شورو یا چهارشنبې په ورځ د واک له ترلاسه کولو سره سم بایډن په حکومتي ودانیو کې د ماسکونو تړل لازمي وګرځول.

د زیارت یا پنجشنبې د ورځو له صدراتي حکومونو څخه یو دا دی چې نړیوال مسافر چې امریکا ته راځي باید د منفي کورونا سند ولري او له رسېدو سره سم په خپله ځان له نورو خلکو جلا او قرنطین کړي.

د بایډن نوي فرمامونه په لومړۍ بشپړې کاري ورځ کې وروسته له هاغې ورکړل شوي چې هغه د پرانېستې له مراسمو څخه څو ساعته وروسته ډبلیو اچ او ته وویل، چې دی به له دغې ادارې څخه د وتلو په برخه کې د ټرمپ دریځ بدل کړي.‌

سپینې ماڼۍ ویلي، "له نړیوال سټیج څخه د امریکا وتل او له ډبلیو اچ څخه په وتلو سره د کورونا پرضد نړیوال غبرګون اغېزمن کړی او له امله یې امریکا او نړۍ د رتلونکو وباګانو له ګواښ سره مخ کړې ده."