شاته

د امریکا په نړیوالې مطبوعاتي اداره کې د بایډن حکومت لخوا پراخ بدلون

واشنګټن - د نړیوالو رسنیو لپاره د امریکا د ادارې (USAGM)مشر مایکل پک تېره ورځ یعنې د بایډن د پرانېستې په ورځ هغه مهال استعفا ورکړه کله چې د بایډن د ادارې لخوا ورته خبر ورکړل شو چې دی به له دندې ګوښه کوي.

ولسمشر بایډن د USAGM د اوږده وخت ژورنالسته کیلو چاو د سرپرستې مشرې په توګه نومولې او د منځني ختیځ د خپرونو پخوانی مشر براین کانېف یې ورته د مرستیال په توګه ټاکلی.

همدارنګه د امریکا غږ (VOA) مشر رابړټ ریلې هم لېرې شوی او یولنډا لوپېز یې د سرپرستې مشرې په توګه ټاکل شوې ده.

یولنډا لوپېز
یولنډا لوپېز

د امریکا غږ (VOA)مرستیاله ایلیزابېت رابینز هم له خپل کاره ګوښه شوې دی او د کیوبا د خپرونو مشر جیفري شفېرو هم استعفا ورکړې ده.

کیلو چاو نېږدې ۴۰ کاله امریکا غږ ته کار کړی او له انټریم او سیمیزې خبریالۍ څخه نیولې بیا د مندرین د څانګې مشرې، د ختیځې اسیا د څانګې د ریسې، د امریکا غږ د سرپرستې ریسې او تر اوسنۍ دندې چې د امریکا غږ د پروګرامونو مشره وه کار کړی.

براین کانیف هم په یو اس اې جي ام کې په ګڼو ادارې پوستونو باندې کار کړی. د بي بي جي د بورډ مشر پاتې شوی، د انټرنېشنل بروډکاسټینګ بېرو سرپرست مشر او د منځني ختیځ لپاره د خپرونو د ریس په توګه یې کار کړی.

تمه ده ولسمشر بایډن به په نېږدې راتلونکې کې د (USAGM) لپاره یو دایمي مشر هم وټاکي.