شاته

د امریکایي ځواکونو افغان ژباړونکو ته د ویزو ورکول پیل کیږي - واشنګټن پست

په کابل کې د امریکا سفارت به ژر په زرګونو هغو افغانانو ته د امریکا د مهاجرت د ځانګړو یا SIV ویزو د ورکړې بهیر پیل کړي چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی.

دغو افغانانو ته د دې ویزو ورکول د تیر کال د مارچ د میاشتې راهیسې د کروناو وبا د خپریدو په وجه دریدلي وو.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې د نوم له ذکر کولو پرته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو مقام له خولې رپوټ ورکړی چې په کابل کې د امریکا سفارت د فبرورۍ له میاشتې څخه په څو پړاونو کې د هغو سره چې غوښتنلیکونه یې ورکړي مرکې پیل کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو له مخې ۷۰۰۰ ویزې چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکایي ځواکونو سره د همکارو افغانانو لپاره په پام کې نیول شوي وې تر اوسه ندي صادرې شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرمفتیش شپږ میاشتې مخکې د یو رپوټ په خپرولو سره د SIV ویزو ستونزې بیان کړې وې چې د ۲۰۱۹ کال راهیسې څه دپاسه ۱۹ زره افغانان چې درخواستونه یې ورکړي ورته په تمه دي.

واشنګټن پست رپوټ ورکړی چې د امریکایي ځواکونو څو پخوانیو کارکوونکو او ژباړونکو ددې ورځپاڼې سره په مرکو کې ویلي چې د ویزو د ورکولو د پړاو د ځنډ په وجه له ګواښ او خطر سره مخامخ دي.