شاته

جنوبي وزيرستان: په چګملۍ کې د ماينونو پاکولو سره د نورو غوښتنو دپاره احتجاجي پرلت روان دی

په قبایلي ضلع جنوبي وزيرستان کې د 11 ورځو راهسې د ماينونو پاکولو، ، د بې ګناه خلکو نیولو او بې درکه کولو او په علاقه کې د موبايل او انټرنېټ سروس په ځای کولو دپاره احتجاجي پرلت روان دی.

په جنوبي وزيرستان کې دغه احتجاجي پرلت د سروکۍ په چګملۍ علاقه کې دوام لري.

د احتجاجي پرلت يو ګډون وال مروت خان وايي د تيرو 11 راهسې په احتجاج ناست دي غوښتنې لري چې په علاقه کې ماينونه پاک کړی شي، د خلکو د نيولو او بې درکه کولو لړۍ دې ودرول شي او په علاقه کې دې د انټرنېټ او موبايل سروس په ځا ی کړی شي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د احتجاجي پرلت نه وړاندې دوه کسان نيول شوي چې يو پکې پوليس سرتیری هم شامل دی او تراوسه يې هيڅ درک نشته.

هغه وويل په علاقه کې داسې کسان ونيول شي چې بيا يې د کلونو کلونو پورې هيڅ درک نه وي، دوی غوښتنه کوي چې که دغه خلک په کوم جرم کې ککړ وي عدالتونو ته دې وړاندې کړی شي.

يو بل تن يوسف وايي په کال 2009م کې په علاقه کې د راه نجات عمليات شوي او دوه کاله وروسته دوی بيا علاقې ته ستانه کړی شوي او دوی ته ويل شوي وو چې په علاقه کې د امنیت سره ټولې اسانتياوې برابر کړی شوي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په علاقه کې نه خو کومه اسانتيا شته او نه دوی ځان په امن ګڼي ځکه چې په علاقه کې د خلکو نيولو او ځورولو لړۍ روانه ده.

هغه وويل دوی د رياست پرضد نه بلکې د خپلو جايزو حقونو دپاره احتجاج کوي پکار ده چې د دوی غوښتنې واورېدل شي خو بيا د دوی د پرامنه احتجاج پرضد مقدمې درج کول کيږي.

يو بل تن چې رحمدل نوميږي وايي نيول شوی او نهه مياشتې په بند کې ساتل شوی خو وايي هغه نه دی خبر شوی چې په څه جرم نيول شوی او بيا څنګه پرېښودی شو.

هغه وويل که څوک په کوم جرم کې ککړ وي بايد ښکاره ورته وويل شي تاڼو ته بوتلل شي او که څه ډول کارروايي کيږي چې د تاڼو په کچه وشي، هغه وايي خلک خبر نه وي اوچتول کيږي په مودو مودو په بند کې ساتل کيږي او بيا هم داسې خوشي شي.

د ياد احتجاجي پرلت په اړه د جنوبي وزیرستان مرستيال کمشنر خالد اقبال وايي په وزیرستان کې اوس داسې حالات جوړ شوي چې په هره خبره خلک احتجاجونه کوي او د تازه احتجاج په اړه وايي هغه يې مالومات کوي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل هغه په دفتر کې ناست دی بايد خلک راشي او د هغه سره خپلې ستونځې شريکې کړي، خو تراوسه دغه خلک د هغه څنګ ته نه دي ورغلي.

په جنوبي وزیرستان کې نزدې يوه اوونۍ وړاندې يو ماشوم د ماين چاؤدنې ښکار شوې ؤ، پوځ که څه هم د احتجاج کوونکو تازه غوښتنو او د خلکو د نيولو او ځورولو تورونو ته ځواب نه دی ویلی خو د ماينونو په اړه پوځ د وړاندې نه دريځ لري چې په علاقه کې د ماينونو په پاکولو کار روان دی او په خپله پوځي سرتيري هم د دغو ماينونو ښکار شوي دي.