شاته

د پښتونخوا حکومت په صوبه کې نوي صنعتي مرکزونه جوړوي خو زاړه کارخانه دار اسانتياوې غواړي

په خېبرپښتونخوا کې د صنعت په برخه کې د پرمختيا څانګه وايي، په صوبه کې د کارخانو او د کارخانه دارو د اسانتيا او ودې دپاره په يو شمېر پروژو کار ران دی خو کارخانه دار وايي حکومت بايد د وړاندې نه موجودو کارخانه دارو ته دغه اسانتياوې هم ورکړي ځکه چې د کرونا وبا دوی هم ځپلي دي.

د خېبرپښتونخوا د کارخانو د پرمختګ د څانګې مشر جاوېد خټک وايي په صوبه کې له وړاندې نه په شپږو صنعتي مرکزونو کار روان دی چې پکې د رشکۍ په خصوصي اکنامک زون د پاکستان چين اقتصادي راهدارې لاندې کار روان دی او د دې نه علاوه په نورو مرکزونو کې صوبايي حکومت د پرمختيا کار سرته رسوي.

نوموړی وايي په دغو مرکزونو کې سرمايه کارو ته اسانتياوې ورکولی شي د بهر څخه د مشينرۍ په راوړلو کې ورته ټېکسونه هم کم کړی شوي دي او په قرضونو ورکولو کې ورته اسانتياوې ورکول کېږي.

د جاوېد خټک په وينا دغه صنعتي مرکزونه چې سرته ورسي شاوخوا درې لکه خلکو ته به ورسره د روزګار موقع ترلاسه شي.

هغه وويل په دې مرکزونو کې د جلوزۍ، نوښار، غازي، چترال، مومند او ډي ايي خان پروژې شامل دي او په دې مرکزونو کار له وړاندې څخه روان کړی شوی دی.

خو بل اړخ ته د خېبرپښتونخوا کارخانه دار ګيله کوي چې د کرونا وبا وروستو هغوي ته رعايتونه نه دي ورکړل شوي.

د درنګونو او ماربلو د صوبې د اتحاديې مشر سجاداحمد وايي کومې اسانتياوې چې حکومت سرمايه دارو ته ورکول غواړي، دوي ورسره کوم اختلاف نه لري خو بايد دغه اسانتياوې موجوده کارخانه دارو ته هم ورکړل شي ځکه چې د کرونا وبا له امله دوي د لوی تاوان سره مخ دي.

د نوموړي په وينا د مرکزي حکومت له خوا د ودانۍ په څانګه کې اسانتياوې ورکړل شوي دي خو د ماربلو په روزګار 17 فيصده سېلز ټېکس لګول شوی دی او د صوبې د نوو ضلعو د کارخانو په پرتله د صوبې په مخکنيو ضلعو کې 17 فيصده سېلز ټېکس دغه کارخانو ته زيان رسوي.

د سرکاري شمېرې ترمخه په خېبرپښتونخوا کې په مجموعي توګه په صنعتي زونونو کې نزدې 1100 يونټې يا کارخانې کارخانې روانې دي او په دې کې په مجموعي توګه64زره کارکوونکي ښځې او سړي د روزګار سره تړل شوي دي.

د صوبايي حکومت په وينا د کارخانو لپاره جوړې نوې پاليسۍ کې د قبايلي ضلعو لپاره خصوصي اسانتياوې برابر کړی شوي دي او دوي ته به په 15 فيصده رعايتي نرخونو پلاټونه هم ورکول کېږي.