شاته

د کرملېن منتقد الېکسي نوالني مسکو ته په رسېدو ګرفتاره شو

د روس د حکومت سیاسي منتقد الېکسي نوالني چې تېر اګست میاشت کې ورته زهر ورکړل شوي و او تر علاج لاندې و، د اتوار/یکشنبې په ورځ مسکو ته ستون شو خو د مسکو په ائېرپورټ کې د رسېدو سره سم، امنیتي مامورینو ګرفتاره کړ.

نوالني د جرمني نه د روس سرښار مسکو ته ورسېد چې ائېرپورټ کې د پاسپورټ د کنټرول په برخه کې ونیول شو. د نوالني وکیل ته چې ورسره یو ځای یې سفر کاوه، دا اجازت ورنکړی شو چې د نېوالني سره یوځای پاته شي.

روس چارواکو ویلي چې نوالني د خپل ضمانت په خلاف ورزۍ سره سفر کړی او د روس د عدلیې وزارت د سزاګانو څانګې یې د ګرفتارۍ خواست کړی و. د جرمني نه روس ته د واپس کېدو په ترڅ کې، د نوالني جهاز چې د سرکاري ائېروفلوټ کمپنۍ د اختیار لاندې جهاز ګڼل کیږي، د دې پر ځای چې د مسکو په ونوکوفو ائېرپورټ کې راکوزه شي، د مسکو په شېرېمېتیافو ائېرپورټ کې راکوزه شوه.

د نوالني ملاتړو آمادګي نیولې وه چې د مسکو په ونوکوفو ائېرپورټ کې د هغه هرکلي وکړي. شاوخوا دوه زره کسانو په یو فېسبوک پاڼې سره وعده کړې وه چې هغوی به د نوالني هرکلي ته ولاړ وي.

د مسکو د سرکاري وکیل یا اټارني جنرل دفتر ویلي چې دا هرکلی هم ناقانونه دی، ځکه د چارواکو لخوا ورته اجازت ندی ورکړل شوی.

په مسکو کې د ونوکوفو ائېرپورټ چارواکو ویلي چې د کروناوبا د محدودیتونو له امله، ميډیا ته به هم اجازت نه وي چې هلته ورننوځي.

تېره میاشت د روس د جېلونو محکمې نوالني ته حکم کړی و چې یا دې د خپل ضمانت په حقله اورېدنې ته حاضر شي او یا په دې خاطر چې د خپل ضمانت د معیاد د ختمېدو پورې بېرته وطن ته ندی ستون شوی، نو د جېل خطر پر ځان قبول کړي.

د عدالتي دستاویزاتو له مخې، کیدی شي چې په نوالني باندې تر درې نیمو کالو بند سزا ولګیږي.

مګر الېکسي نوالني د جنوري په ۱۳مه، په یو ټویټ کې لیکلي و: «ما ته هېڅ کله هم دا پوښتنه نده پیدا شوې چې بېرته ولاړ شم او که نه، ځکه زه پخپل سر نه وم راغلی. زه جرمني ته په یو خاص اېمبولېنس کې راوستل شوم. د جنوري په ۱۷مه، د اتوار په ورځ به زه په یو فلایټ کې بېرته وطن ته ستون شم.»

کوما

په تېر اګست میاشت کې، نوالني چې د ټومسک نه مسکو ته په یو جهاز کې په لاره و، یو دم بیمار شو او د سایبریا په یو هسپتال کې بیهوشه شو. هغه وروسته د علاج دپاره د جرمني یو صحي مرکز ته منتقل شو.

الېکسي نېوالني او مېرمن یې یولیا مسکو ته د سفر په لاره چې تازه په برلېن کې جهاز کې سپاره شوي و
الېکسي نېوالني او مېرمن یې یولیا مسکو ته د سفر په لاره چې تازه په برلېن کې جهاز کې سپاره شوي و

د یورپ په درېیو ملکونو کې چې د هغه د لېباټرۍ کوم ټېسټونه وشول او د کیمیاوي وسلو د منعې عالمي تنظیم هم هغه تایيد کړل، نو د هغو نتایجو وښوده چې نوالني د نیووچوک یو ډول عصبي زهرو باندې ککړ کړی شوی و.

د لېباټرۍ د دې نتیجو نه پس، د یورپي اتحاد لخوا د روس په شپږو چارواکو او یو سرکاري انسټیټوټ باندې پابندۍ ولګول شوې.

بل پلو روس چارواکو بیا دعوه کړې چې جرمني ته د الېکسي نوالني تر منتقل کېدو پورې، د هغه په بدن کې د زهرو هېڅ ډول اثر نه و موندل شوی. روس حکومت په دې پېښه کې د پلټنو له ترسره کولو نه هم ډډه وکړه.

مسکو ته له ستنېدو مخکې، الېکسي نوالني د یو فېسبوکي پیغام په ترڅ کې د جرمني له خلکو مننه وکړه او ویې ویل چې د جرمنانو په اړه چې څه خبرې کیږي، هغسې ندي.

هغه پخپل فېسبوک ولیکل: «دا پنځه میاشتې چې زه دلته پاته شوی یم، دې ته حېران وړی یم چې جرمنان څومره د هغه څه نه فرق لري کوم چې یې خیال کیږي. دا ډېر خواږه او د ټوقو ټقالو خلک دي، همېش کوشش کوي چې مرسته وکړي. مننه ملګرو!»