شاته

په انډونیشیا کې د جمعې ورځې د زلزلې له کبله د مړو شمېر اتیا ته نږدې شو

په انډونېشیا کې چارواکي وایي، د ژغورنې ډلو د جمعې ورځې د زلزلې له امله، ویجاړو او نړېدلو ودانیو لاندې نه نور جسدونه هم راایستلي چې په دې سره د یادې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر کم از کم اته اویا (۷۸) ته رسېدلی دی.

په دې زلزله کې چې د انډونېشیا په سولاوېسي جزیره کې شوې وه، د اته سوه نه ډېر نور کسان زخميان شوي او زرګونه کسان نور بې کوره شوي دي.

د زلزلې قوت شپږ اعشاریه دوه (۶.۲) درجې ښودل شوې او ویل کیږي چې مرکز یې د ماموجو ضلعې نه جنوب طرف ته اته دېرش کلومټره لېرې او اتلس کلومټره په ځمکه کې دننه و. د امریکا د ځمکنیو څېړنو مرکز د دې معلوماتو ترڅنګ ویلي چې زلزله په ځایي وخت، د جمعې د سهار په دوه بجو (چې لا رڼا نه وه شوې) پېښه شوې ده.

د نجات ټیمونو د پېښې نه وروستو، شپه و ورځ په لویو لویو آلاتو سره کار کوي چې په زلزله ځپلې سیمه کې د نړېدلو ودانیو لاندې ژوندي کسان او یا جسدونه پیدا کړي.

د جمعې د ورځې راهیسي، په سیمه کې د بجلۍ او فون سروېسونه هم بیا بحاله کړی شوي چې د نجات عملیاتو سره یې مرسته کړې ده.

په انډونېشیا کې د جمعې ورځې د زلزلې سیمه په نقشه کې (انځور: USGS)
په انډونېشیا کې د جمعې ورځې د زلزلې سیمه په نقشه کې (انځور: USGS)

د جمعې نه وړاندې، د پنجشنبې په ورځ هم په سیمه کې یوه زلزله شوې وه خو هغې زلزلې چا ته د سر تاوان نه و اړولی.

انډونېشیا د نړۍ په هغې سیمه کې پروت ملک دی کوم کې چې د زلزلې خطرې بیخي زیاتې دي. په همدې دلیل، په انډونېشیا کې زلزلې، آتشفشانونه، او ټسونامي پېښې معمولې دي.

په ۲۰۱۸ کې چې د انډونېشیا په سولاوېسي سیمه کې زلزله وشوه او بیا سمدستي ټسونامي هم ورباندې راغله، د څلور زرو (۴۰۰۰) نه زیات کسان یې ووژل.

د ۲۰۰۴ کال په ډسمبر کې هم د انډونېشیا په سوماټرا جزیره کې یوه قوي زلزله وشوه او بیا یې ټسونامي هم راپیدا کړه چې له دې دواړو له امله په سیمه کې شاوخوا دوه لکه دېرش زره (۲۳۰۰۰۰) کسان مړه شول.