شاته

فرانس ته د ایران پیغام: زمونږ د جوهري منصوبو په اړه «بکواس» بس کړئ

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د اتوار/یکشنبي په ورځ د فرانس دا دعوه دروغ وبلله کوم چې وایي تهران د خپلو جوهري وسلو په جوړولو بوخت دی. د ایران خارجه وزیر د فرانس دا دعوه، «بیکاره بکواس» خبرې بللي دي.

د دې نه مخکې، د فرانس خارجه وزیر ژان ایو لو دریان د جرنال دو دیمانش نومې رسنۍ سره په یوه مرکه کې چې د خالي/شنبې په ورځ چاپ شوه، ویلي و چې ایران د جوهري وسلو د جوړولو په برخه کې خپل قابلیت اضافه کوي او دا ډېر فوري ضرورت دی چې تهران او واشنګټن بېرته د ۲۰۱۵ کال جوهري تړون ته وروګرځي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د دې خبرې په جواب کې په خپل ټوېټر باندې، د فرانس خارجه وزیر ته لیکلي: «ګرانه همکاره:تا په کابینه کې خپل کېريئر، د سعودي جنګي مجرمینو ته د وسلو په خرڅلاو پیل کړ. د ایران په حقله د بېکاره بکواس ویلو نه ډډه وکړه.»

د صدر ايمانويل مکرون په مشرۍ د فرانس حکومت د سعودي عرب د ګامونو ملاتړی پاته شوی او دا اجازت یې ورکړی کمپنیو ته چې په سعودي عرب وسلې خرڅې کړي او هغه وسلې، یقین ته نږدې، د یمن په جنګ کې استعمالیږي. د فرانس د حکومت په درې دریځ یو شمېر هېوادونو او د بشري حقونو ډلو تنقید کړی دی.

جواد ظریف پخپل ټویټر دا هم لیکلي چې، «د حقیقت معلومول: دا تاسو یاست چې زمونږ په خطه کې عدم استحکام راولئ. د هغو مجرمینو د حفاظت کولو نه لاس واخلئ کوم چې خپل منتقدین ټوټه ټوټه کوي او ستاسو د وسلو په کارولو سره یمن کې ماشومان قتلوي.»

ایران، چې وایي د جوهري بمونو د جوړولو عزم نه لري، د خالي/شنبې په ورځ یې د درې یورپي قوتونو یو بیان هم رد کړ. په هغه بیان کې د یورپ درې پیاوړو ملکونو ح- فرانس، جرمني او برطانیې - خبرداری ورکړی چې ایران دې د خپل یو جوهري ریېکټر یا بټۍ دپاره د یورانیمو نه جوړ سون موادو په سر کار کول نه پیل کوي. دوی وایي چې دا د ایران سره شوي جوهري تړون خلاف ورزي ده او سنجیده پوځي خطرې به ورسره مل وي.

که څه هم امریکا د ایران د جوهري تړون نه وتلې ده، خو جرمني، فرانس، برطانیه، روس، او چین اوس هم په هغه تړون کې پاته دي او د ایران نه غواړي چې د تړون خلاف ورزي دې نه کوي.

د هغه تړون نه د امریکا وتل، د صدر ډانلډ ټرمپ فیصله وه، خو د امریکا منتخب صدر جو بایډن چې ټاکل شوې ده د شورو/چهارشنبې په ورځ اقتدار ترلاسه کړي، دا وعده کړې چې که ایران په هغه تړون باندې کلک ودریږي، نو بیا امریکا به بېرته جوهري تړون کې شامل شي.