شاته

کابل:د وسله والو برید کې دوه ښځینه قاضیانې وژل شوي،یوه ژوبل

امنیتي چارواکي وایي کابل کې ناڅرګنده وسله والو په یو مرګوني برید کې دوه ښځینه قاضیانې وژلي اؤ یوه بله ژوبل شوې ده.

دکابل دامنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پخپل یو لنډ بیان کې ویلي دا برید د یکشنبې په سهار شا وخوا اته نیمې بجې دکابل ښار په قلعه فتح الله سیمه کې شوی دی.

ویاند ویلي دغلته ناڅرګنده وسله والو په ښځینه قاضیانو ناتاره ډزې کړي چې پکې دوه قاضیانې وژل شوي اؤ یوه ژوبل شوې ده.

هغه ددې پېښې په هکله نور جذئیات مخې ته نه دي راوړي اؤ نه هم لا تر اوسه ددې پېښې ذمه واري چا پغاړه اخستې ده.

دافغانستان ملي راډیو،ټیلي ویژن بیا په دې پېښه کې د دوؤ ښځینه قاضیانو د وژنې ترڅنګ د دوؤ قاضیانو د ژوبل کیدو خبر ورکړی دی.

خو ځینو نورو افغان رسنیو دامنیتي سرچینې په حواله ویلي چې برید کې وژل شوې یوه میرمنه قاضي ده اؤ بله د انصاف د وزارت ماموره ده.

دغه رسنۍ وایي چې ډزې په یو موټر شوي اؤ کوم دوه کسان چې پکې ژوبل شوي هغې کې یو ډرائیور هم شامل دی.

په دې وروستیو کې چې طالبان اؤ دافغان دولت مرکچي پلاوی په قطر کې دسولې بین الافغاني خبرو ته ناست دي دافغانستان دننه په بریدونو اؤ چاودنو کې اضافه شوې چې پکې په شلګونو کسان وژل شوي دي.

په افغانستان کې چې په دې وروستیو کې په دولتي مامورینو،امنیتي ځواکونو اؤ مهمو تاسیساتو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه طالبانو اؤ داعش پغاړه اخستې ده