شاته

کابل کې د سترې محکمې پر کار کوونکو ډزو کې دوې ښځې وژل شوي

امنیتي چارواکي وايي، په کابل ښار کې دوې ښځې د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې وژل شوي او یوه بله ټپي شوې ده.

دغه پېښه نن یکشنبه سهار جنورۍ ۱۷ (مرغومې ۲۸) د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د «قلعه فتح الله» په لسم سرک کې رامنځته شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پېښه تائید کړې او وايي بشپړه جزئیات به یې وروسته شریک شي.

د افغانستان د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قایم بیا امریکا غږ ته وویل چې برید د یادې محکمې د کار کوونکو د عملې پر موټر شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې یاد کسان له کور څخه دفتر ته پر لارو چې ناڅرګندو کسانو یې پر موټر ډزې کړي دي.

د ستري محکمې ویاند وویل چې د یادو کسانو د هویت په اړه معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

چارواکي وايي چې بریدګر له سیمې څخه تښتېدلي، خو وايي د نیولو هڅې پيل کړي دي.

په دې وروستیو کې په کابل ښار او یو شمېر نورو ولایتونو کې پر مدني فعالانو، خبریالانو او ښځينه مامورینو هدفي بریدونه زیات شوي دي.

پرون شنبه بیا د کابل د امنیه قوماندانۍ د مرستیال پر موټر د چسپکي ماین چاودنه کې دوه پولیس ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

تیره اونۍ بیا د بلخ مرکز مزارشریف کې د ملي اردو دوې ښځینه سرتیري د نا څرګندو کسانو په ډزو کې ووژل شوې.

تر دا مهاله د دغه پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.