شاته

هند کې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق پیل شو

هند پرون د کرونا واکسین په پیل سره له هغو پياوړو هېوادونو سره یوځای شو چې مخکې په‌کې دغه واکسین پيل شوی او تطبیق‌یې دوام لري.

د هند چارواکي تمه ښيي چې لومړي ګام کې به ۳۰۰ ملیونه کسانو ته دا واکسین ورکړل شي.

دوی کې ۲۷۰ میلیونه هغه کسان دي چې له ۵۰ کلونو پورته عمرونه او نورې ناروغۍ لري.

پر دې سربېره ۳۰ ملیونه هغه روغتیایي کارکوونکي هم په‌کې شاملېږي چې له کرونا سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې فعالیت لري.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي خپلو اتباعو ته د دغه واکسین د پيل مبارکي ورکړې ده.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي
د هند صدراعظم نرېندرا مودي

ښاغلي مودي تېره ورځ په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل: "د واکسین په لومړي پړاو کې ۳۰ ملیونه کسان واکسینېږي، دوهم پړاو کې به د دغو کسانو شمېر ۳۰۰ ملیونو ته ورسوو، راتلونکي پړاو کې به بیا هغه کسان واکسین کړو چې ډېر عمر او خطرناکه ناروغۍ لري."

د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې، تر اوسه معلومه نه‌ده چې د نړۍ د یو شمېر نورو مشرانو په څېر ۷۰ کلن مودي خپله هم واکسین شوی او که نه.

د هند حکومت بیا ویلي، سیاستوال ورته لومړیتوب نه‌لري، بلکې هغه روغتیایي کارکوونکي ورته لومړیتوب لري چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو سره سر او کار لري.

د هند روغتیایي کارکوونکو هم دغه واکسین ته خوښي څرګنده کړې او هیله‌یې ښودلې چې دا به عادي ژوند ته د ورګرځېدو لومړني ګامونه وي.

د ګیتا دیوي په نوم یوې نرسې د واکسین د تزریق پر مهال ویلي، خوښه ده چې د هغو لومړنیو کسانو په ډله کې ده چې دا واکسین ورکول کېږي.

ارشیف، د کرونا ویروس ضد واکسین
ارشیف، د کرونا ویروس ضد واکسین

د هند روغتیایي چارواکو نه‌دي ویلي چې د خپل ۱،۴ میلیارده وګړو څه شمېر ته به واکسین ورسوي، خو متخصصان وایي، هند به په واقعي ډول په نړۍ کې د واکسینېدونکو لوړ شمېر ولري.

دغلته د واکسین د پيل په لومړۍ ورځ څه باندې ۱۶۵ زره کسانو ته واکسین ورکړل شو.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر اوسه په هند کې څه باندې ۱۰،۵ ملیونه خلک په کرونا اخته شوي دي.