شاته

په پاکستان کې کرونا نور46 تنه مړه کړي، په نړۍ کې د مړو شمېره د 19لکه 77 لکه نه اوړېدلې

په پاکستان کې د کرونا څخه نور 46 تنه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د مړو ټوله شمېره 10زره818 ته رسېدلې ده.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د کرونا وايرس څخه د نړۍ په 191 ملکونو کې ټول 19 لکه 77زره912 کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې په تير شوا روز کې په نورو 2284 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

په ملک کې په کرونا وايرس اخته نور 24 کسانو روغتيايي حالت سخت شوی او دا وخت په دې وایرس اخته 2410 کسان سخت دي.

په پاکستان کې تراوسه پورې پينځه لکه11زره921 کسانو ته د کرونا وايرس ورپورې شوي او سرکاري شمېرې وايي څلور لکه67زره234 کسان ترې ښه شوي هم دي.

د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس په نړۍ کې تر ټولو زيات کسان په امریکا کې مړه کړي چې شمېره درې لکه 84زره 653 ده، په امریکا کې دوه کروړه 30لکه 71زره895 کسانو کې د کرونا وایرس مالوم شوي دي.

د امریکې وروسته کرونا وايرس په برازيل کې زيات کسان مړه کړي چې شمېره یې دوه لکه 5964 ده او په هند کې د دې وايرس نه د مړو ټوله شمېره يو لک 51زره 529 کسان مړه شوي دي.

په نړۍ کې د امریکا وروسته په هند کې زيات کسان په کرونا اخته شوي چې شمېره يې يو کروړ 49زره147 ده؟