شاته

د طالبانو مشر د دغې ډلې چارواکي د زیاتو ودونو له کولو منع کړي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په یو بې‌ساري اقدام کې د خپلې ډلې چارواکي د زیاتو ودونو له کولو څخه منع کړي دي.

د طالبانو درېیو چارواکو د نوم د نه افشا کېدو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې دا تصمیم د دغې ډلې په مالي برخه کې د سپما لپاره نیول شوی، ځکه چې طالب چارواکو د دویم واده لپاره د دغې ډلې له رهبرۍ څخه د پېسو غوښتنه کوله.

د طالبان مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د جنوري په نهمه (مرغومي ۱۰) په یو کتبي بیان کې ویلی: "د اسلامي شریعت په اساس د طالبانو چارواکو ته دستور ورکوم چې اړتیا د نشتوالي په صورت کې، د دویم، درېیم او څلورم واده څخه ډډه وکړئ".

د طالبانو دوو چارواکو چې د دغه بیان یوه نسخه امریکا غږ ته سپارلې وايي چې د ملا هبت‌الله اخندزاده حکم په پراخه توګه د طالبانو لیکو ته رسول شوی دی.

د دغو سرچینو په وینا چې دا حکم له "زیاتو شکایتونو" وروسته صادر شوی ځکه چې د طالبانو چارواکو د ودونو او د خپلو میرمنو لپاره د جلا کورونو نیولو په خاطر له خپلو مشرانو پیسې غوښتې.

له دغو سرچینو یوې یې امریکا غږ ته وویل: "د هر واده لپاره د افغانستان په ځینو برخو کې تر دوه میلیونه افغانۍ ورکول کېږي او یو شمیر چارواکو د دویم واده لپاره په همدې اندازه پیسې غوښتې".

د طالبانو یوې بلې سرچینې امریکا غږ ته وویل چې د ملا هبت‌الله اخندزاده دغه حکم د طالبانو د چارواکو د شهرت په اړه د جدي اندېښنو ښکارندويي کوي، ځکه چې د سرچینې په وینا په دې وروستیو کې د افغانستان په رسنیو کې د طالب چارواکو د زیاتو ودونو په تړاو بحثونه شوي دي.

په بیان کې طالبانو ته په خطاب ویل شوي چې د "تورونو او رسوایۍ" په وړاندې له ځان څخه ساتنه وکړئ.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا مسله رد کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه د اطلاعاتو د راټولولو په حال کې دی.

د طالبانو د مشر په بیان کې دغه راز ویل شوي هغه کسان چې له خپلو شخصي پیسو او سرچینو څخه په استفادې او د "مشروع اړتیا" په صورت کې له زیاتو لګښتونو پرته له یوې کونډې سره واده کوي، له دغه حکم څخه مستثنا دي.